کرېکټ؛ افغان لوبډله له نړیوال جام وروسته نوی روزونکی ګوماري

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته ویلي، د ملي لوبډلې د اوسني روزونکي فېل سایمنز قرارداد د په راتلونکې جولای میاشت کې ختمېږي، او کرېکټ بورډ پلان لري چې د نړیوال جام تر لوبو وروسته د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره په شرایطو برابر یو نوی روزونکی وګوماري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي له بي بي سره خبرو کې وویل، د ښاغلي سایمنز قرارداد د جولای میاشتې پر پنځلسمه نېټه پای ته رسېږي، او تر هغه وروسته به کرېکټ بورډ نوی روزونکی ګوماري.

ښاغلي فضلي وایي، کرېکټ بورډ غواړي داسې یو کس د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګوماري چې د دوی پر شرایطو برابر وي، او تر ټولو مهم شرط دا دی چې نوی روزونکی په افغانستان کې کار کولو ته چمتو وي.

فېل سایمنز د وېسټ انډیز پخوانی الرونډر کرېکټ لوبغاړی دی، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونه کوي.

یو شمېر نړیوال رسنیو بیا د ښاغلي سایمنز له خولې لیکلي چې دی پخپله نه غواړي چې له افغان کرېکټ بورډ سره خپل قرارداد وغځوي، او په دې اړه یې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ته حال ورکړی دی.

تېره میاشت په یوې ناڅاپي پرېکړه کې افغان کرېکټ بورډ لوبډلمشر اصغر ستانکزی لېرې کړ او پرځای یې د یو ورځنیو سیالیو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

دې بورډ همدا راز رحمت شاه د ټیسټ او راشد خان د شل اوره لوبو لپاره مشران وټاکل.

د دوه مخکښو افغان کرېکټ لوبغاړو راشد خان او محمد نبي په ګډون ګڼو کسانو د بورډ په دې پرېکړې نیوکې وکړې.

اوسنی روزونکي سایمنز وایي، د دې ادلون بدلون په اړه افغان کرېکټ بورډ له ده سره سلا نه ده کړې:

"زه هېڅ خبر نه وم، ماته یې هېڅ دلیل نه دی ویل شوی. دا د افغان کرېکټ بورډ او د غوراوي کومیټې پرېکړه وه."

هغه ویلي، نړیوال جام ته د افغان لوبډلې رسولو کې خپل او د افغان کرېکټ بورډ هدف ته رسېدلی او اوس وخت راغلی چې خپله دنده پرېږدي.

اي اېس پي ان کرېک انفو 'ESPNcricinfo' ته ښاغلي سېمانس ویلي: "وروسته له دې چې افغان کرېکټ بورډ سره مې تړون پای ته ورسېږي، یو بېل کار ته مخه کوم. زما تړون د جولای په ۱۵ وروستی کیږي."

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د کرېکټ نړیوال جام شاوخوا لس ورځې وروسته پیلېږي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د پنځه وارې نړیوال جام ګټونکې لوبډلې اسټرالیا سره د جون په لومړۍ نېټه ترسره کړي.