د قطر او افغانستان په هکله پنځه مهم ټکي
د قطر د امیر دفتر وايي، چې دغه هېواد اول ځل افغانستان ته سفیر استوي.
دوحه دغه ګام سره غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي له پخوا ډېر ښه شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه

د عکس سرچینه، Reuters
قطر په نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې افغان طالبان پکې سیاسي دفتر لري.
دا دفتر پر ۲۰۱۳ کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره پرانیستل شو.
دا مهال د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو مهمو طالب مشرانو سره په دوحه کې استوګن دی.
د سولې خبرو کوربه

د عکس سرچینه، .
قطر تر د امهال د امریکا او طالبانو د خبرو شپږ ځلې کوربه پاتې شوی دی.
دا خبرې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یې امریکايي پلاوی د طالبانو سره کوي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو پر اړیکو پرې کولو، اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو چورلي.
له امارات او سعودي سره د قطر سیالي

د طالبانو او امریکا لومړی پړاو خبرې د سعودي او امارات په ملاتړ په ډیسمبر میاشت کې په دوبۍ کې وشوې.
خو پر طالبانو د قطر د فشار له امله د دې خبرو نور پړاوونه دوحه کې وشول.
قطر کې افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځینې شمېرو له مخې نږدې ۳۵ زره افغانان قطر کې ژوند کوي، خو دوحه کې افغان سفارت وايي، چې دغه هېواد کې د افغانانو شمېر خورا ډېر دی.
افغانستان دا هم غواړي چې قطر ته کارګر واستوي.
افغانستان کې قطري ښکاریان

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت پر ۲۰۱۶ کال قطري وګړو ته د نسل اخیستلو په شرط د ځینې مرغانو د ښکار اجازه ور کړه.
د الغرافه په نوم د قطر یوه موسسه د افغانستان لوېدیځ کې د ځینې مرغانو ښکار سره مینه لري.
قطر دا ژمنه هم کړې چې د فراه ولایت هوايي ډګر د خپلو وګړو د تګ راتګ لپاره ورغوي.








