تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو ټینګار
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني او امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، تر منځ ناسته کې دواړو لوریو د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدل د افغان حکومت په مشرۍ له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د لارې جوړېدو لپاره اړین بللي.
له ارګه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي خلیلزاد په ارګ کې ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو ته د سولې بهیر لپاره د خپلو راتلونکو سفرونو او ناستو په اړه مالومات ورکړل.
خلیلزاد له دې وړاندې په مسکو کې د روسیې او چین له استازو سره غږېدلی و.
د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۳مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، زلمي خلیلزاد د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه د مۍ تر ۱۱مې پورې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او برتانیا ته خپل سفر پیل کړی دی.
د سولې لپاره 'د افغانانو خپلمنځي' لومړۍ غونډه د فبروري په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې ځینو افغان مشرانو پکې ګډون کړی و.
د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاو تریخوالي پای ته رسېدو او سولې ټینګښت لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اور بند ټينګېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړی وايي، 'داسې حال کې چې موږ د تلفاتو مخنیوي هڅه کوو او د تل پاتې سولې کوښښونه کوو، اصلي حل اوربند او یا د تاوتریخوالي کمول دي. '
ښاغلي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټر پیغامونو کې ویلي، پوځي عملیاتو کې د ملکي کسانو پر مرګژوبلې خواشینی دی، خو نوموړی زیاتوي د شخړې حل په اور بند کې دی.
نوموړی خپل ټویټر پیغام کې وايي 'طالبان وايي، چې اوربند د روانو خبرو اجنډا کې ځای نه لري، خو د امریکا لپاره سوله اجنډا ده.