افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

سرتېري

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې امریکايي چارواکي مني چې د جمعې په ورځ د مارچ پر ۲۲ دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

د روان لمریز کال په دویمه دا لومړنۍ پېښه ده چې امریکايي سرتېري پکې وژل کېږي. افغانستان کې د پرېکند ملاتړ اعلامیه د دې سرتېرو نوره پېژندنه او د پېښې ځای نه ډاګیزوي.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې هم د دغه هېواد د وژل شویو سرتېرو هوویت تر ۲۴ ګړیو نه ښودل کېږي.

امریکا په افغانستان کې نږدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه خبر پاڼه کې د پنځو بهرنیو او ۱۳ افغان پوځیانو وژلو ادعا کړې.

دا پېښه په داسې مهال ده چې متحده ایالتونه له طالبانو سره له څو میاشتو راهیسې د سولې خبرې کوي.

امریکایي چارواکي د دې خبرو له لارې غواړي طالبانو سره جوړ جاړي ته په رسېدو نږدې نیمايي سرتېري له افغانستان وباسي.