تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اماراتو د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ کړی
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼي وایي عربي متحدو اماراتو د کابل ددې دریځ ملاتړ کړی چې د سولې ولکه دې پخپله له افغانانو سره وي او همدوی دې یې مشري کوي.
دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې له طالبانو سره په قطر کې -چې د عربي متحدو اماراتو سیال هېواد دی- د امریکا پټو خبرو کابل ته شکونه اچولي دي.
ولسمشر اشرف غني په ابو ظبي کې له ولیعهد محمد بن زاید او نورو چارواکو سره د سولې په ګډون پر یو شمېر مسلو غږېدلی دی.
ښاغلي غني وروسته په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته هم خبر ورکړی چې سوله راځي، خو داسې سوله چې ټول یې غواړي.
"سوله راتلونکې ده. ان شاء الله تعالی با عزته سوله د ټولو افغانانو د منلو سوله. موږ ځینې فلمونه لیدلي دي موږ څوک نه شي غولولی."
ولسمشر غني دغه راز وویل ځایي چارواکو ورسره په افغانستان کې د پانګونې او د افغاني مالونو د پېر هوکړه کړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره په غونډه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د سولې لپاره هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي.
متحده عربي اماراتو د افغان سولې په چاره کې لیوالتیا ښودلې او د امریکايي او طالب استازو یوه غونډه هم په دغه هېواد کې شوې ده.
په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو استازو برخه لرله.
دغې غونډې ته د افغان دولت مرکچي پلاوی هم بلل شوی و خو له طالب استازو سره یې لیده ونه شوه.
اماراتو کې ددې غونډو لړۍ دوام ونکړ او پاتې غونډې د متحده عربي اماراتو په سیال هېواد قطر کې دوام لري.
خو له اقتصادي پلوه د یوه بډای هېواد په توګه له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکي د پام ارزښت لرلی شي.
همدا اقتصادي اړیکي د دغه هېواد له مشرانو سره د ښاغلي غني د خبرو تر ټولو مهم ټکي و.
افغان ولسمشر د دبۍ له امیر محمد بن راشد سره چې د اماراتو مرستیال ولسمشر هم دی پر ګډې پانګونې خبرې کړي.
نوموړي په متحده عربي اماراتو کې میشت افغانان هم په خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅول:
"د اماراتو بازار به د افغانستان د زعفران، د افغانستان د ګلانو او د نورو تولیداتو لپاره په ډېره لویه کچه پراخه شي. د اماراتو شاهي کورنۍ له موږ سره په هره برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه."
متحده عربي اماراتو ته د افغان ولسمشر د پروني سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، کانونو، پوهنې، کلتور، انرژۍ او سپورټ په برخه کې تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
افغانستان له اماراتو سره دغه هېواد ته د کار لپاره د افغانانو د استولو یو تفاهم لیک هم لاسلیک کړی خو عملي شوی نه دی.