افغانستان کې د سولې مشورتي لویه جرګه وځنډېده

د عکس سرچینه، ARG
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې د مشورتي لویې جرګې جوړېدنه ځنډولې ده.
په فرمان کې راغلي چې دا جرګه به د راتلونکي لمریز کال د غويي/ثور په نهمه (اپریل ۲۹) جوړه شي.
ټاکل شوې وه چې دا جرګه د کب (حوت) په ۲۶مه پيل شي.
د ولسمشر په فرمان کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزی د لویې جرګې د جوړېدنې د کمیسون مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسمشر غني په فرمان کې د ځنډېدو لامل نه دی په ګوته شوی خو دا ویل شوي چې ددې جرګې د جوړیدو هدف د خلکو مشورو او نظرونو ته غوږ نیول دي.
همداراز په فرمان کې راغلي چې د جرګې د جوړیدو نه موخه د سولې د خبرو د بهیر چټکولو او د حل لارو موندل دي.
وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و، حکومت به یې په هېواد کې د سولې لپاره د روان کال په حوت میاشت کې په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه جوړوي.
هغه دا څرګندونې کابل کې د سولې ملي مشورتي پروسې غونډې ته خپله وینا کې کړې وې.
ولسمشر ویلي و، افغانستان د جرګو وطن دی، او که په دې هېواد کې روانه جګړه د جرګې له لارې ختمېدلی شي نو دی چمتو دی چې د سولې لپاره یوه لویه مشورتي جرګه را وغواړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه ټینګار کړی و چې ګاونډیان باید د سولې اجنډا ونه ټاکي او افغان ولس دې خپلو منځو کې په دې تړاو پرېکړې وکړي.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي څو اونۍ وړاندې په مسکو کې د سولې په تړاو دوه ورځنۍ غونډه کې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره باید مشورتي لویه جرګه را وبلل شي.
افغانستان کې وروستۍ لویه مشورتي جرګه په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې را بلل شوې وه، چې اجنډا یې له امریکا سره پر دوه اړخیز ستراتیژیک تړون سلا مشوره وه.








