کابل کې د لوړپوړو افغان چارواکو پر غونډه د توغندیو برید

د عکس سرچینه، Social Media
په کابل کې د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د نمانځنې پر غونډې توغندي توغول شوي.
د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د برچي مصلی مزاري سیمه کې د وحدت ګوند د مشر د تلین نمانځنه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر، د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني او د افغانستان د خلکو د یوالي ګوند مشر محمد محقق په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو او مشرانو ګډون کړی وو.
نن پنجشنبه (د کب ۱۶) د لومړۍ چاودنې غږ هغه مهال واورېدل شو چې اجرایه مشر وینا کوله، خو ګډونوالو ته وویل شو چې په خپل ځایونو کې پاتې شي.
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني د وینا له پیلولو سره محمد محقق مایک ته څېرمه ورغی او ویې ویل: "د هاوان توغندیو غږونه اورېدل کیږي. ډارېږم ستاسې ځای پیدا نه کړي...غونډه همدې ځای کې ختموو"
د ښاغلي محقق له خبرو وروسته ګډونوالو سیمه پرېښوده.

د عکس سرچینه، Social Media
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي سي خبریال محفوظ ذبیدي سره په خبرو کې چاودنه تایید کړې ده.
هغه ویلي توغندي په اتلسمه حوزه کې له یوه کوره د غونډې پر لور توغول شوي دي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي چې په ټپيانو کې یوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی دی.
له ارګه په خبره شوې اعلامیه کې ویل شوي، 'د خلکو په غونډو برید جرمي عمل او د ټولنیزو ارزښتونو مخالف کار دی'
ددې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.








