د چابهار بندر پر لور لومړنی افغان صادراتي کاروان وخوځېد

هند ته د افغانستان د ځمکنیو صادراتو لومړی کاروان په رسمي مراسمو د نیمروز ولایت له زرنج نه د ایران چابهار بندر ته وخوځېد. د څه باندې ۲۰ باري ګاډو په دغه کتار کې ۵۷۰ ټنه مال بار دی.

له ورېښم بندره چابهار بندر ته د افغانستان لومړی سوداګریز کاروان د ولسمشر غني له خوا د نیمروز ولایت د مشرانو او چارواکو په شتون کې وخوځېد.

دغو مراسمو کې له ولسمشر غني او پلاوي سره یې په کابل کې د هند سفیر هم ملګری دی.

ولسمشر غني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې کې وویل "نن نیمروز له یوه محروم ولایته یوه کلیدي ولایت ته تبدیلېږي. "

هند ته په دغو ځمکنیو صادراتو کې مۍ او د ننګرهار ولایت شوکاڼی 'تالک' شامل دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، پر چابهار لار به پر هند سربېره، خلیجي هېوادونو ته هم د افغانستان صادرات کېږي.

هند لا وختي افغانستان ته د چابهار بندر په کارولو د مالونو استول پیل کړي دي.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر خپلو پښو د افغانستان د درېدو لپاره باید د افغانستان صادرات ډېر شي او موخه دا ده چې په کال کې دوو میلیاردو ډالرو ته ورسېږي:

"۱۸ کاله پخوا، د افغانستان صادرات ۲۰ میلیونه ډالره وو، خو موخه مو دا ده چې په یوه کال کې به د افغانستان صادرات دوو میلیاردو ډالرو ته رسېږي. دا هېواد بډای دی. زموږ جنجال دا نه دی چې خدای جل جلاله نعمتونه نه دي راکړي."

د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پیل په یو لړ سمبولیکو مراسمو کې د نیمروز په زرنج ښار کې ترسره کېږي.

چابهار بندر په ایران کې د هند سمندر پر غاړه د هند په مالي مرسته جوړ شوي چې له دې لارې غواړي له افغانستان او نورو هېوادونو په تېره بیا منځنۍ اسیا سره سودګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

پاکستان لوی خنډ

منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د سوداګریزې راکړې ورکړې پروړاندې لوی خنډ پاکستان دی، خو له دې لارې هند کولی شي په خلاص مټ افغانستان او له منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره سوداګري وکړي.

د دې بندر ګټه درې واړو هېوادونو هند، افغانستان او ایران ته رسېږي.

امریکا د افغانستان لپاره د دغه بندر د ارزښت په پام کې نیولو سره، پر ایران له لګول شویو بندیزونو څخه مستثنا کړی.

درې واړو هېوادونو دوه کاله وړاندې د دې بندر د کارولو هوکړه لاسلیک کړه.

هند دغه بندر ته د افغانستان د رسېدو لپاره د زرنج - دلارام ترمنځ سړک هم جوړ کړی.

هند د افغانستان د تولیداتو لپاره یو ښه بازار ګڼل کېږي او دغه هېواد له افغانستان سره د لویو مرستندویو هېوادونو په کتار کې راځي، چې مرستې یې تر ډېره پر بنسټیزو پروژو لګولې دي.