تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان ته د طالبانو سفر: افغان حکومت ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ
افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو په پر اعلان شوي سفر ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت کړی دی. بي بي سي د هغه رسمي لیک متن ترلاسه کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په دې اړه د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کمېټې ته استولی.
په دې لیک کې ویل شوي چې پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې، او طالبانو سره د پاکستاني چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.
په لیک کې راغلي چې طالبان د افغانستان سوله او ثبات ګواښي، او پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي ۹ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي لېست کې دي.
افغان حکومت په دې لیک کې پاکستان ته د طالبانو د اعلان شوي سفر په اړه ویلي، دې رپوټونو افغان دولت او خلک اندېښمن کړي دي.
په لیک کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده عمل وکړي چې د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې امنیت ګواښي.
د لیک په پای کې له امنیت شورا غوښتنه شوې چې د خپلو ټاکل شویو اصولو په رڼا کې د دې قضیې په اړه اړین ګامونه پورته کړي.
یاده دې وي چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ اعلان وکړ چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر هغه غړي به چې د دوی د مذاکراتي ټیم برخه دي، راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر کوي او هلته به له لومړي وزیر عمران خان سره ویني.
ټاکل شوې ده چې د همدې سفر په ترڅ کې طالب استازي له هغې امریکایي ډلې سره هم ناسته وکړي چې له طالبانو سره د سولې پر خبرو بوخته ده.
افغان حکومت د روانې میاشتې په پیل کې مسکو ته د یو شمېر طالب استازو د سفر په اړه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی و.
په هغه دوه ورځنۍ ناسته کې طالب استازو له ی شمېر افغان سیاست والو او فعالانو سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.
افغان حکومت ټینګار کوي چې په هېواد کې د سولې لپاره د هر ګام ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې دا ګامونه له دوی سره په سلا مشوره واخیستل شي او د افغان حکومت او خلکو دریځ پکې څرګند وي.
یاده دې وي چې د پاکستان حکومت تر دې دمه اسلام اباد ته د طالبانو د ورتګ پخلی نه دی کړی.