تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: یوه کال کې له طالبانو سره سیاسي جوړجاړي ته رسېدلی شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دی باوري دی چې له طالبانو سره خبرو کې د یوه کال موده کې سیاسي حل ممکن دی. د بي بي سي له لیز دوسېت سره خبرو کې ښاغلي غني وویل، افغانان داسې نور ثبوتونه هم غواړي چې طالبان به ټولواکي نه غواړي او د ښځو حقونو ته به درناوی کوي.
ښاغلي غني هغه اندېښنې رد کړې، چې ګواکې له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت امریکايي چارواکي به ناڅاپه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
د جرمني میونیخ ښار کې له لیز دوسېت سره خبرو کې ښاغلي غني وویل، باید بدبین و نه اوسو، خو باید داسې فکر هم و نه کړو، چې ګواکې هر څه بدل شوي دي.
د امریکا او او طالبانو خبرو کې تر اوسه پورې د خبرو پر داسې چوکاټ هوکړه شوې، چې پکې به د امریکايي ځواکونو وتلو او د القاعده غوندې ډلو لخوا د افغانستان خاورې نه استعمالولو پر تضمین خبرې کېږي.
ولسمشر غني هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې امریکایان به ځانګړی جوړ جاړی وکړي او ولسمشر ټرمپ به ناڅاپه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
سره له دې چې تر اوسه طالبانو له ده سره له خبرو انکار کړی، ولسمشر غني وايي د ده حکومت دې لړ کې نه شي څنډې ته کېدای. ولسمشر غني هغه نیوکې هم رد کړې چې د حکومت په مشرۍ د سولې پر خبرو ټینګار سره دی د پرمختګ لاره نیسي.
نوموړی وايي د پرېکړو عملي کولو له وړتیا پرته تل پاتې هوکړه ممکنه نه ده.
له دې مخکې ولسمشر غني د جمعې پر ورځ له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو ۳۰ کلیزې په مناسبت خپل پیغام کې وویل، د لنډمهالې سولې په ځای تلپاتې سوله راتلونکې ده او له دې وروسته به څوک د دین په نوم بهرنۍ جګړه پر افغانانو ونه تپي.
هغه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو رپوټونو ته له اشارې پرته اوسنی حالت له ۳۰ کلونو پخوانۍ پېښې سره ورته وباله:
"زموږ د خلکو د مبارزو په نتیجه کې شوروي ځواکونه ووتل، خو د افغانستان برخلیک ټاکلو کې د تدبیر په برخه کې زموږ د خلکو اندېښنو ته ځواب ونه ویل شو، ځکه په نورو جګړو او مصیبتونو واوښتل".
د امریکا او طالبانو وروستۍ ناسته پسې دا ډله وايي، چې تېرو خبرو کې له امریکايي لوري سره د ځواکونو پر وتلو هم جوړ جاړي ته نږدې شو دي.
خو له ځینې افغانانو سره دا اندېښنې دي چې د امریکا وتلو سره افغانستان بیا د شوروي ځواکونو د وتلو حالت سره مخ او کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.
اشرف غني هم دې خبرو کې زیاته کړه، چې اوس بیا افغانان له برخلیک ټاکي حالت سره مخ دي:
"زموږ خلک سوله غواړي، خو نه ماتېدونکې او لنډمهالې سوله، څو ورځې سوله اقلیت محوره ده او د ټولنې اکثریت لکه ځوانان او ښځې او محروم له پامه غورځوي".
ولسمشر غني دا هم وویل، چې تلپاتې سوله راتلونکې ده او نور بهرنی جنګ پر افغانانو باندې د جهاد په نوم نشي تپل کېدی.
"افغانان له بل هر چا د سولې په ارزښت ډېر پوهېږي او هغه وخت را نږدې دی چې زموږ د برحقه جهاد ارمانونه پوره شي او د سولې او ثبات لمر را وخېږي".
د ولسمشر غني دا هیله په داسې مهال ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی بیا د سیمې او اروپا ۱۸ ورځنی سفر لري.
په ورته مهال د وسلوالو طالبانو یو پلاوی راتلونکې دوشنبه اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ګوري.
دا ډله به د پرورۍ پر ۲۵ په قطر کې بیا له زلمي خلیلزاد سره وګوري.