تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د سولې خبرو لپاره نوې مرکچي ډله اعلان کړه
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي کابل
طالبان وايي، په دې باور دي چې له امریکایي چارواکو سره د دوی خبرې تر اوسه په ښه ډول رهبري شوې، خو په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې د موضوع اهمیت ته په کتو سره یې نوی مرکچي پلاوی په کار ګومارلی دی.
خبر پاڼه کې ویل شوي، په دې پلاوي کې چې د دوی د قطر دفتر د مشر او د طالبانو د تحریک د نوي ټاکل شوي مرستیال ملا عبدالغنی برادر له خوا جوړ شوی، ۱۴ کسان دي چې مشري یې شیر محمد عباس ستانکزي کوي.
د پلاوي په ترکیب کې پنځه نوې څېرې ترسترګو کېږي چې د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني هم په کې دی.
نوموړی شاوخوا څلور کاله وړاندې د ۲۰۱۴ په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په وینا په افغانستان کې نیول شوی و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بي بي سي ته وویل، انس حقاني د امریکایانو له خوا په منځني ختیځ کې نیول شوی و چې وروسته افغان حکومت ته سپارل شوی دی.
دی وایي، د مرکچي پلاوي د بشپړېدو او د خبرو د ښه پر مخ بیولو لپاره باید امریکایي ځواکونه انس حقاني بېرته خوشې کړي.
افغان حکومت بیا وایي، انس حقاني د دوی په بند کې دی او تراوسه یې د خوشې کېدو هیڅ ډول پریکړه نه ده شوې.
په دې هکله د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چغانسوري په یوه ټویټ کې ویلي:
د ملي امنیت عمومي ریاست رسنیو ته ویلي، افغان حکومت د قانون پلي کولو او د عدالت ټینګښت ته ژمن دی او د دوی په ټکو، د هغه چا په اړه به د قانون په رڼا کې پریکړه کېږي چې د خلکو پر وړاندې یې جرمونه ترسره کړي وي.
پر انس حقاني سربیره د طالبانو له خوا په نوي ټاکل شوي مرکچي پلاوي کې امیرخان متقي، مطیع الحق، عبدالمنان عمري او عبداللطیف منصور هم نوې څېرې دي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وایي چې عبدالمنان عمري د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر ورور دی.
طالبانو په خپل مرکچي پلاوي کې ادلون بدلون په داسې حال کې راوستلی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په ګډون یوشمیر نورو هېوادونو ته د نوي سفر لړۍ پيل کړې.
د دغه نوې ډلې غړي، شېرمحمد عباس ستانکزی د ډلې مشر، مولوي ضیاءالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمدنبي عمري او ملا عبدالحق وثیق دي.
ټاکل شوې د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې یو ځل بیا طالبان له امریکایي استازو سره په قطر کې جرګه شي.
افغان حکومت بیا ټینګار کوي چې دوی باید د سولې په خبرو ور ګډ شي او ولسمشر اشرف غني ویلي، د راتلونکې کب میاشتې په وروستیو کې به د سولې خبرو د څرنګوالي په موخه لویه جرګه هم را وغواړي.