افغانستان کې د سرو لښکرو اویا ډوله میلیونونه ماینونه

ماینونه
د عکس تشریح، شوروي لښکرو ان د تلويزون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبي په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل چې خلک پرې تېر وځي او راوايې خلي

کله چې د شوروي سرې لښکرې له افغانستانه ووتلې، په دغه هېواد کې يې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په ميراث پرېښودل. دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخیستې او ګڼ يې ووژل.

د رسمي شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې.

له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د دېرش کلنۍ په مناسبت زموږ همکار نورګل شفق په کابل کې د ماین پاکۍ ځينو موسسو ته ورغلی او پخپل رپوټ کې وايي، چې لا هم د افغانستان په نږدې شل سلنه برخه کې د شوروي د وخت خطرناک ماینونه پاتې دي.

د افغانستان د یوه ولایت د غره په لمن کې درې نور ماینونه وچول شول، داسې چې د ژوندي سري نوک هم پکې زهیر نشي.

خوا دا د شوروي سرو لښکرو له لوري پر افغان ځمکه د ښخو کړو ميليونونو ماینونو په منځ کې داسې دي، لکه سمندر کې درې څاڅکي.

دغو ماینونو له ډېرو افغانانو ژوند اخيستی او ګڼ يې مات ګوډ کړي.

د سرو لښکرو له وتلو وروسته نژدې ۳۰ کله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.
د عکس تشریح، د سرو لښکرو له وتلو وروسته نژدې ۳۰ کله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.

د زين الله له پښو هم یو کاڼی ښوېدلی او دی يې پر ښخ کړي ماین درولی و چې له چاوېدېدو سره يې د ښۍ پښې پنجه ور پرې او دی عمري معلول کړ.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نږدې دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.

د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې شوروي لښکرو نږدې اویا ډوله ماینونه په بېلا بېلو سيمو کې ښخ کړي، چې ځينې خطرناک هغه يې لا هم تر ځمکې لاندې شته.

شوروي لښکرو ان د تلويزیون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبي په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل چې خلک پرې تېر وځي او راوايې خلي. له دغو نااشنا توکو سره د خلکو نابلدتیا هم ډېر افغانان له سترګو، پښو او لاسونو خلاص کړل.

په کابل کې د اومر موسسې له لوري د ایستل شویو ماینونو یوه موزيم ته ورغلم چې شنډ شوي ډول ډول ماینونه پکې نندارې ته ايښودل شوي.

ماین پاکانو ځانونه خطر سره مخ کړل خو د ځانګړو ماشينونو په مرسته يې د زرګونو افغانانو ژوند وژغوره. په دې برخه کې د ماین پلټوونکو سپيو رول د هېرولو نه دی، چې د ايم ډي سي ماین پاکۍ موسسې د مالوماتو له مخې نيمايي شنډ شوي ماینونه د ماین پلټوونکو سپيو په مرسته ایستل شوي دي.

۱۸ میلیونه ماینونه

مسوولان وايي هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانان د ماینونو قرباني کېږي
د عکس تشریح، مسوولان وايي هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانان د ماینونو قرباني کېږي

د دې موسسې عملیاتي مشر شعېب حکيمي وايي، په تېرو دېرشو کلونو کې يې نږدې اتلس ميليونه ماینونه شنډ او یا ایستلي چې زیاتره يې د شوروي یرغل راهيسې پاتې وو.

د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو دېرشو کلونو کې ماینونو تر ۲۱ زرو د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی.

د دوی په خبره، د افغانستان په بېلا بېلو سيمو په ځانګړي ډول سويل کې د ناامنۍ له کبله لا هم ډېر ماینونه پاتې دي، خو که پېسې او امکانات وي، څلورو-پنځو کلونو کې دغه هېواد په بشپړ ډول له ماینونو پاکېدلی شي.

د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو دېرشو کلونو کې ماینونو تر ۲۱ زرو د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی.
د عکس تشریح، د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو دېرشو کلونو کې ماینونو تر ۲۱ زرو د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی.