تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د سولې عالي شورا: 'چې طالبان مخامخ خبرې ونه کړي، ناسته مه ورسره کوئ'
د افغانستان د سولې عالي شورا له حکومته غوښتي چې روانه میاشت د سعودي عربستان په جده کې د امریکا په ملاتړ د افغان سولې ناسته کې ګډون ونه کړي.
افغان چارواکي وايي، که طالبان په دې ناسته کې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرو ته حاضر نه وي، نو دا ځل خبرې به هم لکه د مسکو او ابو ظبۍ د خبرو په څېر وي.
که څه هم تر اوسه د جدې د ناستې کره نېټه لا مالومه نه ده، خو ویل کېږي چې د روانې میاشتې وروستیو کې به جوړه شي.
د سعودي عربستان په کوربتوب د دې ناستې په اړه د افغان سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري خبریالانو ته وویلو د افغان سولې مدیریت باید د افغان حکومت په لاس کې وي.
"افغان حکومت ته د سولې عالي شورا سپارښتنه دا ده تر هغو چې د افغان طالبانو له تحریک سره د مخامخ خبرو ډاډ نه وي ورکړل شوی، باید دغو خبرو کې ګډون ونه کړي."
دوې اونۍ وړاندې په ابوظبۍ کې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ درې ورځنۍ خبرې شوې وې.
په تېرو خبرو کې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو هم ګډون درلود.
افغان حکومت هم دغې ناستې ته خپل استازي استولي وو، خو طالبانو څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ټینګار وکړ چې د افغان دولت له پلاوي سره خبرو ته حاضر نه دي.
په پام کې ده تر دوو نورو ورځو پورې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او د سولې د اجماع لپاه په سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی په څلور ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي.
نوموړی به ځینو نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.
اسلام اباد ته د ښاغلي داودزي ددې سفر موخه ظاهراً د افغان سولې لپاره د پاکستان د سیاسي ملاتړ او عملي ژمنې ترلاسه کول ښودل شوي.
د روانې اونۍ لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو، هېواد به یې د افغان جګړ د ختمولو د هڅو په موخه د پاکستان او افغانستان د مشرانو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.