عبداللطیف پدرام د لومړي کس په توګه ولسمشرۍ ته کاندید شو

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو بهیر رسماً پیل شو او عبداللطیف پدرام لومړنی کس و، چې دغه بهیر کې یې خپل نوم د ټاکنو خپلواک کميسیون کې نن 'پنجشنبه جنوري درېیمه ' ثبت کړ.

عبداللطیف پدرام په ولسي جرګه کې د بدخشان خلکو استازی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند مرستیالې کبری رضايي بي بي سي ته وویل، تر اوسه له دوی نه ۷۰ کسانو معلوماتي مواد تر لاسه کړي دي، چې دوې ښځې هم پکې شاملې دي.

مخکې ټاکل شوې وه چې ټاکنې به د راتلونکي وري میاشتې پر وروستۍ ورځ کېږي، خو نژدې یوه اونۍ مخکې ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، ولسمشریزې ټاکنې درې میاشتې وځنډيدې.

د نوم ثبتولو سوکه بهیر د ټاکنو د ځند یوه لامل بلل شوی دی. د نوي مهالوېش له مخې به د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د چنګاښ یا سرطان میاشتې پر ۲۹ نېټه کېږي او د روانې جدي میاشتې تر پایه به د نوملیکنې بهیر دوام وکړي.

د لومړني نوملړ له اعلانه وروسته خلک کولای شي د کاندیدانو په تړاو شکایتونه د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي، او یاد کمیسیون کولی شي چې د دې شکایتونو په رڼا کې د یو کاندید نوم به له نوملړه لېرې کړي.

د کمیسیون اعلان له مخې د هغو کاندیدانو نومونه به لیسته لرې کېږي، چې افغان نه وي، دوه ګونی تابعیت لري، مسلمان نه وي، عمر یې له ۴۰ کلنۍ کم وي، د محکمې لخوا په بشر ضد جرمونو تورن شوی وی او یا محکمې د جنایت له کبله له مدني حقونو محروم کړی وي او پایله کې یې له دندې استعفا کړې وي.

رپوټونو کې ویل شوي، کابل کې د ځواکمنو ټاکنیزو ټکټونو لپاره ناستې او لیدنې کتنې روانې دي. ټاکنیز ټکټ په ریاستي نظام کې هغه اصطلاح ده چې د ولسمشرۍ لپاره د یوه کاندید او د هغه یوه یا دوو مرستیالانو تشکیل یا جوړښت لپاره کاروول کېږي.

د افغانستان ټاکنیز قانون کې د کاندید کېدو پر مهال د دوو مرستیالانو نومونه اعلانول هم یو شرط دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دویم مرستیال په توګه د سرور دانش له نامه سره هوډ څرګند کړی چې ټاکنو کې به کاندید وي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د لومړي مرستیال په توګه به د چا نوم اعلانوي.

دغه راز افغان اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په ټاکنو کې د برخه اخیستو هوډ څرګند کړی، خو د خپل ټاکنیز ټکټ په تړاو یې جزیات نه دي څرګند کړي. محمد حنیف اتمر د ولسمشریزو ټاکنو یو بل احتمالي کاندید دی چې دا وروستیو کې یې د ټاکنو پر ځنډېدو نیوکې کړې.