خلیلزاد: طالبان مجبور دي له افغان حکومت سره خبرو ته کېني

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد وایي طالبانو تېروتنه وکړه چې له افغان پلاوي سره یې اماراتو کې مخامخ خبرې ونکړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که افغان طالبان رښتیا هم په افغانستان کې د سولې راوستلو په اړه جدي وي نو بیا مجبور دي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني، ځکه چې له دې پرته بله لار نشته.

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې په کابل کې له یوې ځایي رسنۍ، اریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړي په ابوظبي کې د طالبانو او یو شمېر هېوادونو له استازو سره تر درې ورځو خبرو اترو وروسته تېره شپه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي او د ابوظبي ناستې جزیات یې ورسره شریک کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد له اریانانیوز ټیلویزیون سره په مرکه کې ویلي، په ابوظبي کې طالبانو له افغان پلاوي سره په نه لیدلو تېروتنه وکړه.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت نه غواړي او طالبان هم دا مني چې د اسلامي امارت راتلل شوني نه دي.

کابل

د عکس سرچینه، Z. KHALILZAD

د عکس تشریح، زلمي خلیلزاد تېره شپه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي او د ابوظبي ناستې جزیات یې ورسره شریک کړې دي

بل لور ته همدا نن پنجشنبه د افغانستان ملي امنیت شورا د سولې ورستیو هڅو ته په اشاره ویلي، د افغانستان اوسنی ټاکل شوی حکومت هېڅ بدیل نه لري. ملي امنیت شورا وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې یو شمېر لویدیځو رسنیو وویل، په اماراتو کې د سولې په وروستیو مذاکراتو کې پر موقت حکومت خبرې شوې دي.

د ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له قوله لیکلي چې د یو خپلواک هېواد په توګه، د هغو سیاسي تقسیماتو په ګډون چې د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، هېڅ هېواد او شخص د افغانستان لپاره د نوي حکومتي جوړښت په اړه د بحث واک نه لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې افغانان اوږدمهاله سوله غواړي، او په دې لړ کې به هېڅ ډول بېړنۍ معامله ونه مني.

"د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه کول افغانانو او د هغوی مشرتابه پورې تړاو لري. د 'اوسني' منتخب دولت هېڅ ځای ناستی وجود نه لري. د افغانستان د خلکو په قربانیو به معامله ترسره نه شي."

محب

د عکس سرچینه، NSC FACEBOOK

د عکس تشریح، همدالله محب وایي، افغنان د سولې په اړه بېړنۍ معامله نه مني

ښاغلي محب ویلي، "په افغانستان کې د سولې لپاره ټولې هڅې د نوي افغانستان د واقعیتونو پر اساس ترسره کېږي."

د ملي امنیت شورا کښلي چې "د افغانستان خلک د تل پاتې سولې غوښتونکي دي، نه د داسې یوې معاملې چې زمونږ قربانۍ له پامه وغورځوي. د سولې لپاره هڅې سټراټېژيک زغم او زړورتیا ته اړتیا لري، نه بې لارې بدلون ته. د افغانستان خلک باید ډا‌ډه و اوسي، چې سوله زمونږ د ټولو غوښتنه ده او دا هغه څه دي چې مونږ ورته د رسېدو لپاره هڅه کوو."

تر کابل وړاندې د امریکا ځانګړی استازی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د پاکستان د لوی درستیز په ګډون ددې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي.

بل لور ته د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سعودي عرب سفیر او د پاچا سلمان ابن عبدالعزیز زوی خالد ابن سلمان ویلي، راتلونکی کال به افغانستان کې د سولې ګټورو خبرو شاهدان یو. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''د هغه هېواد د ورانکارۍ له هڅو سره سره چې ترهګرۍ ته مالي مرستې تياروي، او سيمه کې شخړو ته لمن وهي، او د افغان روغې جوړې د بهير ځنډولو هڅه يې کړې، که خدای کول د راتلونکي کال پيل کې به ورور افغانستان کې د آمنيت او سولې راوستو کې د ګټورې پايلې وګورو. ''

زلمی خلیلزاد
د عکس تشریح، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (ښي) په ابوظبي کې د طالبانو له استازي عباس ستانکزي (کیڼ) سره دوه ورځې ناسته کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپره شوې اعلامیه کې د افغان دولت له شریکانو په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو، د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان له هڅو مننه کړې، خو زیاته کړې یې ده چې "روان ګومانونه جدي وضاحت ته اړتیا لري".

د امنیت شورا په ښکاره نه دي ویلي چې له روانو ګومانونو یې هدف څه دی، خو له دې وړاندې ویل شوې و چې د ابوظبي په ناسته کې د امریکا استازي له طالبانو غوښتې و چې ۶ میاشتني اوربند ومني او په موقت دولت کې برخه واخلي.

طالبانو دا خبر رد کړی و.