تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ولسي جرګې ټاکنې؛ د کابل رایې له څو ورځو ځنډ وروسته بیا شمېرل کېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، له نږدې شپږو ورځو ځنډو رووسته یې نن ( د ډیسمبر ۱۲) د ولسي جرګې د کابل رایې شمېرل بیا پیل کړل.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون تېره پنجشنبه کابل ولایت کې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې اعلان کړې.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي نن( د ډیسمبر ۱۲) له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دې ادارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون سره د رایو بیا شمېرلو پر نوي چلنلار هوکړه کړې او د هغه له مخې د رایو بیا شمېرل پیل شوي دي.
"هڅه دا ده چې د کومو مرکزونو په هکله شکایتونه شوي، بیا یې رایې وشمېرل او وڅارل شي، او د راتلونکې اونۍ وروستیو کې د کابل رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړو".
نوموړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسون هڅه کوي د دې اونۍ او راتلونکې اونۍ تر پایه د نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون څه وايي؟
د ټاکنو خپلواک کمېسون ویاند وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون سره هوکړې ته رسېدلي چې کاري ډلې له۲۰۰ څخه ۱۱۰ تر ټیټېږي، خو د ټاکټو څارونکي هم له دوو تر پنځو زیات کړي:
له بیا شمېرلو او څارلو وروسته د پایلو پاڼه په هر هنګر یا کنډر کې ولګوو.
ښاغلی ابراهیمي وايي، چې ځینې روزونکی یا ټرېنران هم بدلېږي:
د بایومېټریک، د رایه ور کوونکو د نوملړ او د پایلو پاڼو په هکله معلومات هره ورځ ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ته ور کوو. همدانرګه د ډېرې روڼتیا لپاره خپل څار هم ډېروو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون غړی علي رضا روحاني هم له بي بي سي سره خبرو کې وايي، که د ټاکنو کمېسون د دوی ادارې ته پوره سندونه ور کړي او نوی چلنلار پلی کړي، دوی له پخوانۍ پرېکړې اوړي، چې له مخې یې د کابل رایې باطلې اعلان کړې وې.
د ښاغلي روحاني په خبره، له دې مخکې د کابل د ولسي جرګې د رایو شمېرل او ارزول ناسم و او درغلی پکې کېدله.
رایې ولې باطلې اعلان شوې وې؟
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون کابل ولایت کې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې اعلان کړې.
د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني تېره پنجشنه( د ډیسمبر شپږمه) کابل کې خبریالانو ته د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې، د دغو ټاکنو د باطلولو لپاره ځینې حقوقي دلایل وړاندې کړل، چې په وینا یې، دا پرېکړه له دقیقې ارزونې وروسته شوې ده.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد دا پرېکړه 'ناقانونه، سلیقوي او عجولانه' وبلله.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له ټاکنیز کمېسیون سره پر شوې هوکړه نه دی ولاړ.
د هغه په خبره، د کابل ولایت د رایو باطلول په دې مانا دي چې د خلکو رایې بابیزه ګڼل شوې درناوی نه دی ورته شوی.
د څارونکو بنسټونو او اروپايي ټولنې غوښتنه
د ټاکنیزو کمېسونونو همدې بیلابیلو دریځونو د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم اړ کړل چې په یوه حل لار فکر وکړي.
څو څارونکو بنسټونو تېره جمعه(د ډیسمبر ۷) په یوه ګډه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسون وغوښتل چې اوسنیو شرایطو ته په کتو په خپله پریکړه له سره غور وکړي.
د اروپايي ټولنې استازي پیري مایوډن هم له بي بي سي سره خبرو کې هیله وښوده چې د ټاکنو خپلواک کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون یوه جوړجاړي ته سره ورسېږي.
په دې غوښتنو پسې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون هم وویل، چې د کابل رایو په هکله پر خپله پرېکړه له سره غور کوي.