د افغان سفیر بکس؛ یوه اونۍ کې دوه ځلې ورک شوی

پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال پر خپل ټویټر لیکلي، په یوه اونۍ کې یې د کابل - اسلام اباد ترمنځ الوتنه کې بکس ورک شوی او هرځل لندن کې موندل شوی.

هغه د پاکستان د هوايي کرښې PIA پر مدیریت نیوکې ته په اشاره لیکلي، ایا دا کار ناڅاپي شوی که څنګه؟

ښاغلي زاخېلوال ویلي، دې کار ځورولی؛ ځکه یې خبره پر خواله رسنیو خپره کړه.

د پاکستان ملي هوايي شرکت ددې ستونزې د رامنځ ته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د ښاغلي زاخېلوال پر ټویټ یې ځواب لیکلی چې بکس یې پیدا شوی دی.

دغه شرکت ویلي، د زاخېلوال بکس په تېروتنه په پي کې ۷۹۱ (PK۷۹۱) شمېره الوتنه کې، له اسلام اباده د بریتانیا برمنګهام ته تللی.

پي ای اې زیاتوي، دغه بکس په یاده الوتنه کې بېرته اسلام اباد ته لېږدول شوی او بیا کابل ته سپارل شوی دی.