سپین بولدک ته نژدې افغان او پاکستاني ځواکونو نښته کړې

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ ته نژدې د یکشنبې پر ورځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د کندهار ولایتي چارواکي وایي، نښته هله پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاوره د اغزن سیم د غځولو هڅه وکړه.

له سیمې ترلاسه شوي رپوټونه وایي، په پيل کې دواړو خواو درنې وسلې کارولې، خو د یکشنبې ماسخوتن جګړه ودرېده او پاکستاني لوري د خبرو وړاندیز وکړ.

کندهار کې د سرحدي ځواکونو د درېيمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي، نښته د یکشنبې ورځې غرمه مهال وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو د سپين بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې د اغزن سيم غځولو هڅه وکړه.

ښاغلی امین الله وایي، افغان ځواکونو د دې کار مخه ونیوله او په پایله کې یې دواړه خواوې سره ونښتې.

ډګروال امين الله وویل، لومړی برید د پاکستاني ځواکونو لخوا وشو، او کابل دوی ته امر وکړ چې سخت غبرګون وښيي.

د سرحدي ځواکونو دغه چارواکي بي بي سي ته وویل، سیمې ته تازمه دمه ځانګړي ځواکونه رسېدلي او افغان لوري ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له چمنه هم رپوټونه وایي، پاکستاني ځواکونه د یکشنبې پر ورځ د کرښې خوا ته خوځېدل.

بله خوا د کندهار د امنیې قومندان مطبوعاتي ویاند محمد قسیم ازاد بي بي سي ته وویل، پاکستاني ځواکونو هڅه کوله چې د افغانستان پر خاوره اغزن سیم تېر کړي.

پاکستان له دې نښتي وروسته د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې خپله دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې وه، خو اوس دا لار بېرته پرانیستل شوې

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ځینو رسنیو ته ویلي، څو ځله یې مرکز ته خبر ورکړ چي پاکستان په ناقانوني توګه پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه اغزن سیم غځوي، خو چا یې پروا نه ده کړې.

پاکستاني لوري تر اوسه د دې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي.