تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جنرال نیکولسن سیاسي او پوځي میراث
- Author, اولیا اطرافي
- دنده, بي بي سي
دوه کاله وروسته له هغه چې دنده یې پیل کړه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ عمومي قومندان جان نیکولسن نن (۲ سپتمبر) خپل ماموریت پای ته رسوي او پرځای یې بل امریکايی جنرال اوسټین سکاټ میلر دا مسولیت پر غاړه اخلي.
هغه وخت ښاغلی نیکولسن ویلي و د ۲۰۱۸ کال تر پایه به داعش وسله واله ډله له افغانستانه ورکوي او طالبان به اړباسي چې د سولې مېز ته کېني.
۶۰ کلن جنرال نیکولسن د افغانستان په جګړه کې شاوخوا لس کاله ښکېل پاتې شوی و، خو کله چې یې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکايي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ماموریت مشرتوب ترلاسه کړ، دغه خوشبینه امریکايي جنرال ځان ته یو ډېر سخت هدف وټاکه او هغه دا چې تر ۲۰۱۷ کاله تر پایه به داعش له افغانستانه ورکوي، د افغان حکومت ځمکنی کنټرول به د دې هېواد ۸۰ سلنه ځمکې ته وغځوي او پر طالبانو به ساحه دومره تنګه کړي چې یا سوله ومني او یا بیخي ورک شي.
د افغانستان پخواني لوي درستیز جنرال شیر محمد کریمي له جنرال نیکولسن سره ګډ کار کړی دی، هغه وايي نیکولسن ډېر هوډمن سړی وو.
نیکولسن په د دندې پر مهال داعش ورک نه کړای شو، خو د داعش درې مشران په همدې موده کې ووژل شول او د ننګرهارپه هسکه مېنه کي یې د داعش یو شمېر مرکزونه ویجاړ کړل. خو دې سره یې پخپله ومنله، هغسې چې یې ژمنه کړې وه داعش یې له منځه نه دی وړی:
''هو! داعش په یوه ډول سخت ځانی ثابت شو، دوی وکولای شول بهرنیان راوغواړي او افغانان ووژني، خو افغانان یې نه مني، د داعش اصلي مقصد دا وو چې په ننګرهار کې د خپل خلافت مرکز جوړ کړي او جلال اباد یې پلازمېنه وي، خو اوس مو ورو، ورو له ختیځه لرې پر شا کړل.
جنرال نیکولسن خپل ماموریت په سختو ګزارونو پیل کړ. د افغانستان د جګړې څه کم دوې لسيزې تاریخ کې د لومړي ځل لپاره امریکایانو د نشه یې توکو یو شمېر کارځایونه ویجاړ کړل.
امریکایانو د داعش پر وړاندې د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ د (بمونو مور) په نوم لوی بم وغورځاوه، خو دا یې پای نه و.
۴۰۰۰ امریکایي بمونه
د جنرال نیکولسن په کاري دوره کې یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۴۰۰۰ امریکایي بمونه پر افغانستان راولوېدل او د ۲۰۱۸ کال په لومریو دریو میاشتو کې د تېر کال اوسط شمېره درې برابره زیاته شوه.
داسې ښکاري چې له هوا نه ګزارونه د نیکولسن غوره جګړه ییز تکتیک و. د امریکایی بې پیلوتو الوتکو سره سره ده افغان هوایي ځواکونو پیاوړ تیا ته یې هم ډېر کار وکړ.
د ده په دوه کلنه کاري موده کې افغان هوایي ځواکونو ته د بلک هاک په نامه جنګي امریکایی چورلکې ورکړل شوې اود افغان ځواکونو هوایی بریدونو هم زور وموند.
خو له دومره ډېر اخ او ډب سره سره هم د افغانستان د شنونکو شبکې یو غړی فضل الرحمن مظهري په دې هېواد کې د جنرال نیکولسن ماموریت ناکام بولي.
د ولسي مرګژوبلې مخنیوی!
ښاغلي مظهري نیوکه کوي چې همدا د نیکولسن د هر اړخیزو فشارونو منفي اغېز و چې طالبانو د سولې په اړه د افغانانو هر ګام ته منفي ځواب ورکړ.
اوس به د ښاغلي نیکولسن پرځای جنرال اوسټین سکاټ میلر افغانستان کې کار پیلوي. تر یوه حده ګډ نظر دا دی چې د سولې خبرې باید تر پخوا لا ډېرې پیاوړې شي او د ولسي مرګژوبلې مخنیوی وشي.
له ټولو ننګونو سره سره د نیکولسن په خوشبینۍ کې ظاهراً بدلون نه دی راغلی.
"جنرال نیکولسن به تش لاس ستنېږي"
هغه لا هم په دې باور دی چې د افغان دولت له مخالفینو سره باید جګړه او سوله څنګه پر څنګ پر مخ یوسي.
د نیکولسن له دښمن او د طالبانو له یوه استازي مې د هغه د ماموریت په اړه وپوښتل، راته ویل یې، جنرال نیکولسن یوه لوېشت ځمکه هم له دوی نه ده نیولې او تش لاس به ستنېږي.
لکه څنګه چې نیکولسن ویلي و، پر اتیا سلنه خاوره به حاکمیت پیدا کوي دغه څه یې لاسته را نه وړل، خو په وینا یې د طالبانو اتیا سلنه بریدونه یې شنډ کړي دي.