طالبانو د مسکو غونډې لپاره پلاوی ټاکلی

افغان طالبانو بي ب ي سي ته منلې ده چې راتلونکې میاشت په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي او دې ناستې لپاره یې یو پلاوی هم ټاکلی.

ټاکل شوې ده چې یاده غونډه د سپتمبر میاشتې پر څلورمه نېټه جوړه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزی به د مسکو ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي.

نوموړي د پلاوي د نورو غړو په اړه مالومات ور نه کړل، خو زیاته یې کړه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوی ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې او دوی منلې ده.

طالبان له مسکو غونډې څه موخې لري

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دې غونډه کې د دوی د پلاوي د ګډون موخه دا ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د قضیې په تړاو د طالبانو اسلامي امارت له دریځه خبر شي.

نوموړي ټیګار وکړ چې دا غونډه یوازې د خپلمنځي تفاهم لپاره ده او هېڅ ډول پرېکړې به پکې نه کېږي.

د هغه په وینا، دا اړینه ده چې د ناستې ګډونوال د د افغانستان د قضیې په اړه د طالبانو له دریځه خبر وي او د دوی پلاوی به دا چاره ترسره کوي.

د یادولو ده چې نږدې تېرو دوو اونیو کې د وسلوالو طالبانو یو پلاوی د عباس ستانکزي په مشرۍ ازبکستان او اندونیزیا ته هم تللی او د هغو هېوادونو له چارواکو سره یې لیدلي دي.

افغان حکومت ګډون نه کوي

یاده دې وي چې افغان حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ټینګار وکړ چې د سولې په تړاو د هر ډول خبرو مشري باید د افغانانو په لاس کې وي.

تر دې وړاندې د امریکا حکومت هم اعلان کړی و چې د مسکو په ناسته کې ګډون نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د امریکا د نه ګډون پرېکړه وغندله.

دغه وزارت تور پورې کړ چې واشنګټن یوازې په هغو ناستو کې ګډون کوي چې مشري یې له دوی سره وي او د امریکا ګټې پکې خوندي وي.

ویل کېږي چې د څلورم سپتمبر په ناسته کې به پر روسیې سربېره د چین، ایران، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازي ګډون کوي.