تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل: د سولې په اړه د مسکو غونډه کې ګډون نه کوو
کابل وایي په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي.
د افغان حکومت په دریځ کې دا بدلون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف تر پروني اعلان وروسته راغی چې ویل یې طالبانو منلې د مسکو غونډې ته ورشي.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي د سولې داسې غونډې ته چې مشري یې له افغانانو سره نه وي، استازی نه لېږي.
نوموړي وویل:
"د سولې پروسه د افغانستان لپاره یوه ملي پروسه ده. رهبري یې باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت په لاس کې وي. هېڅ هېواد او هېڅ سازمان د افغانستان د اسلامي جمهوریت له رهبرۍ پرته د سولې د بهیر د سر ته رسولو وړتیا نه لري. موږ د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوو".
خو په ورته وخت کې کابل له مسکو نه غوښتي د افغانستان په اړه خپل راروان نړیوال کنفرانس کې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په کابل کې له روس سفیر سره په کتنه کې دغه غوښتنه کړې ده.
هغه وویل که طالبان جګړه ودروي د نورو بهرنیو ترهګرو ډلو خلاف هڅې ښې یوموټی کېدلی او سمبالېدلی شي.
ښاغلي اتمر په دې کتنه کې دغه راز د سولې او له طالبانو سره د خبرو په اړه د پاکستان تګلاره ناسمه بللې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې خپل چلند په ریښتینولۍ ودروي.
روس سفیر له افغانستان سره په سوله کې د خپل هېواد پر همکارۍ ټینګار وکړ.
بله خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا پر دې پرېکړه خپه دي چې د افغانستان په اړه د مسکو په خبرو کې ګډون نه کوي.
د امریکا حکومت وار د مخه ویلي وو چې نه غواړي د مسکو د خبرو برخه و اوسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې دوی د امریکا پر دې پرېکړه حیران نه دي، ځکه واشنګټن تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم دې ته ورته یوه غونډه کې له ګډونه انکار کړی و.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سپتمبر میاشتې په ناسته کې به د روسیې، چین، ایران، پاکستان او هند په ګډون د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه هم برخه اخلي.
مسکو تور لګولی چې واشنګټن یوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي چې مشري یې د امریکایانو په لاس کې وي، او د امریکا ګټې پکې خوندي وي.