'فاریاب کې طالبانو اډه نیولې، ۵۰ سرتېري تسلیم شوي'

د افغانستان شمال کې د فاریاب والي بي بي سي ته ویلي، وسله والو طالبانو تر دوې ورځنۍ جګړې وروسته په شمال کې د افغان پوځ یوه اډه نیولې ده. د والي په وینا، غورماچ ولسوالۍ کې پر دې اډې د طالبانو برید کې ۱۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د فاریاب والي حمدالله فایق بي بي سي ته وویل، لږترله ۵۰ افغان سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي:

''په جګړه کې د ملي اردو د اډې د ننه ۱۷ سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. دا چې اډې ته کومه مرسته ونه رسېده او فشار پرې ډېر و، تر وژنو وروسته اډه له کومې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده."

نوموړی وايي، دوی ته رسېدلي رپوټونه وايي، هلته ټپي شوي سرتېري هم د طالبانو له خوا وژل شوي.

د فاریاب والي وايي، دا اډه له څو ورځو راهیسې د طالبانو له سختې کلابندۍ سره مخامخ و:

"موږ له امنیتي وزیرانو څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، چې ایسار کسان وژغورل شي، خو له بده مرغه مرسته ونه شوه."

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې وسله والو یې د فاریاب غورماچ ولسواۍ 'چهل ګزي' سیمه کې د افغان پوځ قرارګاه او نظامي کمپ نیولی او پوځي مهمات یې ترلاسه کړي دي.

نوموړی د ۵۷ سرتېرو د تسلییېدو خبره هم کوي.

دا هم لوستلی شئ:

د ولایتي شورا مشر محمد طاهر رحماني له بي بي سي سره خبرو کې وايي، هلته درې ورځې جګړه وه: "په اوله ورځ یوولس سرتېري وژل شوي او یو ټپي و او اووه اته کسان بندیان شوي وو".

ښاغلی رحماني وایېې، هغه مهال یې تر مرکز کابل کې چارواکو ته خپله اندېښنه ورسوله: "تر اجرایه رییس غږ ورساوه، خو چا موږ غږ وانه ورېد".

د نوموړي په خبره، همدا وجه وه چې تېره ورځ ماښام وسلوالو طالبانو پر دغه کمپ برید کړی ځینې سرتېر وژل شوي او نور نیول شوي دی.

د هغه په خبره، په دغه اډه کېټول وسایل که وسله دي یا موټر د وسلوالو طالبانو لاسته ورغلي دي.

"۱۵۰کسان وو، ځینې وژل شوي ځینې ټپیان او نور وسلوالو طالبانو له ځان اسیر کړي دي". خو زیاتوي چې په دې تړاو کره شمېر ور معلوم نه دی.

ښاغلی رحماني د طالبانو لاس ته د ورغلو سرتېرو ژوند ته اندېښمن دی: "هغوی جګړه کړې، له مجبوریت تسلیم شوي، ځکه ورته اندېښمن یم".

د فاریاب د ولایتي شورا یوه بل وکیل بي بي سي ته وویل، چې وسلوال طالبان له دغې اډې د تللو په حال کې ښکاري.