تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د دښمنۍ ختمولو لپاره د نجونو ودولو پېښې لږ شوې''
- Author, اسد الله جلالزی
- دنده, غزني
د غزني چارواکي وايي، په بدو کې د نجونو ورکولو دود کې لږوالی راغلی دی. د ځايي چارواکو په وینا د عامه پوهاوي له ډېرېدو سره اوس د بدیو، دښمنیو پای ته رسولو لپاره خلکو نورې لارې چارې موندلې دي.
غزني کې د ښځو چارو رییسه شکریه ولي وايي:
''د عامه پوهاوي کچه یوه څه لوړه شوې، اوس تر ډېره په بدو کې څوک نجونې نه ورکوي، په تېرو پنځو کلونو کې موږ یوازې درې داسې پیښې ثبت کړې دي. ''
دسیمې اوسېدونکي وايي، پخوا داسې هم کېدل، چې د یوې بدۍ ختمولو لپاره د وژل شویو کسانو کور ته اووه نجونې بیول شوې، چې درې یې ګرځولې او نورې یې بېرته استولې دي.
اوس بیا ځايي چارواکي وايي، دې لړ کې د جرګو مرکو د پرېکړو بڼه بدله شوې ده. د غزني ولایتی شورا مرستیال امان الله کامراني وايي:
''اوس د سیمه ییزو جرګو د پرېکړو له مخې د وژل شوي کس کورنۍ ته د یوې پېغلې د ولور په اندازه پیسې ورکول کیږي. ''
په غزني کې د ښځو مهر یا ولور هم د سیمه ییز دود له مخې ټاکل کېږي. د بېلګې په توګه په غزني ښار او شاوخوا کې یې ولور له دوه سوه زره افغانیو تر پنځه سوه زره افغانیو پورې ټاکل کېږي، خو له ښاره په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې بیا ولور هم په پاکستانیو روپیو ټاکل کېږي، چې تر یو نیم میلیون روپیو پورې هم رسېږي.
د غزني ښځو ریاست د حقوقي برخې مشره فوزیه کاکړ وايي د ولور په ټاکنه کې د ناوې خوښه شرط دی، خو په خبره یې غزني کې دغه رواجونه د سیمه ییز دود له مخې ټاکل کېږي.
ځايي قومي مشر عبدالباري شلګری وايي، اوس په کلیوالو سیمو کې قومي جرګې تر ډېره حده موضوعات داسې هواروي چې ښځو ته پکې ډېرې ستونزې جوړې نه شی:
''اوس په ډېرو سیمو کې چې کله خلک د داسې موضوعاتو د حل لپاره کېني، جرګوال داسې پرېکړه نه کوي، چې ښځي زیانمنې شي. دلیل يې دا دی چې خلک رسنیو ته غوږ نیسي، معلومات یې زیات شوي او د ښځو حقونو ته درناوی کوي. ''
دا وروستیو کې د یوه غیر دولتي مرکز رپوټ کې ویل شوي و کابل، پروان او پنجشیر ولایتونو کې هم د دغسې پېښو شمېر لږ شوی دی.
له ښځو سره د زوریاتي مخنیوي قانون له مخې افغان حکومت هغو کسانو ته سزا ورکوي، چې د بدۍ دښمنۍ ختمولو لپاره نجونې ورکوي.
د دې تر څنګ د ښځو او مدني حقونو فعالان هم په بدو کې د نجونو ودولو مخنیوي لپاره فعالیتونه کوي، خو لا هم د افغانستان ځینې برخو کې دغه دود له منځه نه دی تللی.