تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار کې ځانمرګي برید ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په فامیلیو ېسیمه کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
د ننګرهار له رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې ۸ ملکیان او دوه نظامیان دي او په ټپیانو کې هم دوه نظامیان شته.
د سرچینې په خبره، بریدګر د امنیتي ځواکونو د پلټنې ځای ته څېرمه په ځان پورې تړليو باروتو ته چاودنه ور کړې ده.
د چاودنې له امله د پېښې ځای ته څېرمه یو شمېر هټیو هم اور اخیستی چې مالي زیانونه یې اړولي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.