"نقیب الله فایق د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي شوی"

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې له مخې، نقیب الله فایق د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي شو.

نقیب الله فایق وړاندې په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی هم پاتې شوی دی.

ښاغلی فایق له کلونو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو څخه و، خو ویل کېږي په دا وروستیو کې یې اړیکې چندان ښې نه دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رییس عنایت الله فرهمند بي بي سي ته ویلي، دوی د فاریاب د والي په توګه د فایق له معرفي کېدو سره ستونزه نه لري.

فاریاب ولایت ته نوی والي پر داسې مهال معرفي کېږي چې په دغه ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د یوه ځايي قومندان نظام الدین قیصاري تر نیول کېدو وروسته دغلته وضعیت د ډاډ نه دی.

تېره ورځ د فاریاب ځینو خلکو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې اعتراض او مظاهرې وکړې.

وړمه ورځ د افغانستان دفاع وزارت وویل، ښاغلی قیصاري فاریاب ولایت کې له لفظي شخړې وروسته په یوه وسله واله نښته کې نیول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي چې د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او هلته د پاڅون کوونکو مشر نظام الدین قیصاري له نېول کېدو وروسته کابل کې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

که څه دفاع وزارت پر دغه سیمه ییز قومندان د پورې شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو په شمال کې د پوځ قول اردو وړاندې ویلي و چې قیصاري په یوه امنیتي غونډه کې ځایي چارواکو ته د خاینانو خطاب کړی او په مرګ یې ګواښلي وو.

دا هم د لوستلو دي