تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې "یو میلیون" ماشومان له پولیو واکسینه پاتې کېږي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار، کونړ، هلمند او روزګان ولایتونو کې د حکومت د وسله والو مخالفانو د مخالفت له امله به کابو یو میلیون کوچنیان له پولیو ضد واکسینونو بې برخې پاتې کېږي.
پتېیل شوې چې نن دوشنبه د جولای دویمه په افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شي.
د عامې روغتيا وزارت د پولیو د له منځه وړلو ادارې مشر میوند احمدزي بي بي سي ته وویل، پیلدونکی کمپاین یې فرعي دی او په هغو ولسوالیو کې به کېږي چې د پولیو وایروس له لوړ خطر سره مخامخې دي:
" د ۳۹۹ ولسوالیو له ډلې دغه کمپاین په ۲۲۵ ولسوالیو کې تر سره کېږي."
په افغانستان کې له ګوزڼ ضد واکسینه د یاد شمېر ماشومانو د پاتې کېدو خبره پر داسې مهال ده، چې تازه د روغتیا وزارت د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیو یوه پېښه ثبت کړې ده.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، یاد ماشوم څلور کلن دی.
دا د روان زېږدیز کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ګوزڼ نهمه ثبتېدونکې پېښه ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت دا خبره هم کړې چې په جلال اباد او کندهار ښارونو کې په چاپېریال او ډنډ شویو اوبو کې د پولیو د وایروس نمونې موندلې، چې په وینا یې د دې سیمو ماشومانو ته جدي ګواښ دی.
د ښاغلي احمدزي په خبره، په دغه کمپاین کې ټولټال ۵۰ زره کسان برخه اخلي چې ټول پرې ۳،۸ میلیونه ډالره لګښت راځي.
د روغتیا نړیوالې ادارې هم د هلمند په نادعلي کې د پولیو د تازه پېښې پخلی کړی او ویلي دي، نن به د افغانستان په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، چې په ترڅ کې به یې کابو ۶.۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د واکسین مخالفت څوک کوي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په خبره، د افغانستان په جنوب او نورو هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي، هلته تر ډېره له واکسیناسیون سره مخالفت نه، بلکې کور په کور د واکسیناتورانو له ګرځېدو سره مخالفت کېږي.
د ښاغلي احمدزي په خبره، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د کمپاین د مخنیوي لامل دا و چې طالبانو نه غوښتل ښوونکي دې ماشومانو ته واکسین وکړي او دلیل یې هم له درسه د زدکوونکو پاتې کېدل په ګوته کړي دي.
د نوموړي په خبره، په کندوز ولایت کې هم ورته ستونزه موجوده وه چې اوس په حلېدو ده.
خو ښاغلي احمدزي بیا زیاته کړه، د افغانستان په ختیځ کې داعش او نورې ترهګرې ډلې بیا له یوې مخې د واکسیناسیون له کمپاین سره مشکل لري.
د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو وړاندي ویلي وو، د هېواد ۹۸ سلنه خاوره یې د ګوزڼ یا پولیو له وایروس څخه پاکه کړې او دغه وایروس په یوه محدوه سیمه کې راګیر دی.
افغانستان، پاکستان او نایجریا یوازیني هغه درې هېوادونه دي، چې د پولیو پېښې پکې ثتېږي او دغه وایروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.