'هند د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد او افغانستان دویم ځای لري'

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

د یوې نړیوالې ادارې د سروې له مخې هند په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی او د امریکا متحده ایالتونه له ښځو سره د جنسي زور زیاتي لپاره دغه نوملړ کې درېیم ځای لري.

هند له شپږو نه درېیو ځوابونو کې لومړی ځای لري. دغه پوښتنې د لاندې حالاتونو شتون او یا ډېروالي په تړاو پوښتل شوې وې:

  • د ښځو خلاف جنسي زور زیاتی او د ځورونې پېښې.
  • د کلتور او قبیلوي دود دستور له کبله د ښځو لپاره رامنځته شوي خطرونه.
  • داسې هېواد چې بشري قاچاق پکې وي او یا ښځې جنسي مزدوري او یا د وینځو په حیث ژوند کولو ته اړ ایستل کېږي.

د ښځو روغتیا برخه کې د اولاد زېږېدو او د ایچ ای وې کنټرول کټګورۍ کې هند څلورم ځای کې بلل شوی دی. دغه راز د دندو موندلو ونډې برخه کې هند درېیم او په کورونو کې له ښځو سره د (غیر جنسي) زور زیاتي برخه کې هم هند دريېم هېواد بلل شوی دی.

دغه سروې چې تهامسن رویټرز فاونډېشن نومې ادارې کړې، چې مرکز یې برتانیا کې دی، ښيي چې په ټول کې له هند وروسته جګړه ځپلی افغانستان دویم ځای لري او د کورنۍ جګړې ښکار سوریه درېیم ځای کې ده.

د ښځو لپاره تر ټولو د خطرناکو ۱۰ هېوادونو په نوملړ کې پاکستان، سعودي عربستان، کانګو، نایجریا او د امریکا متحده ایالتونه هم شامل دي.

د امریکا متحده ایالتونه له ښځو سره د جنسي زور زیاتي برخه کې ټوله نړۍ کې درېیم ځای لري، خو د غیر جنسي تاوتریخوالي برخه کې شپږم ځای لري او د جنسي تشدد برخه کې کانګو جمهوریت دویم ځای لري.

هند

د عکس سرچینه، Reuters

له ښځو سره د غیر جنسي زور زیاتي برخه کې افغانستان لومړی ځای لری، هند دویم، سوریه درېیم او پاکستان ته پنځم ځای ورکړل شوی دی. تهامسن رویټرز ۲۰۱۱ کال کې هم ورته سروې کړې وه، چې له مخې یې افغانستان لومړی او هند ته څلورم ځای ورکړل شوی و.

دغه سروې کې له اووه سوه هغو ماهرینو پوښتنې شوې چې د ښځو حقونو لپاره کار کوي او نژدې شپږ سوه کسانو ځواب ورکړی دی. دغه سروې کې د ملګرو ملتونو ادارې کې د غړیتوب لرونکو ۱۹۳ هېوادونو کې د هغو خطرونو په تړاو پوښتنه شوې، چې ښځې ورسره مخامخ دي.