"له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې باید په منځګړتوب حل نشي"

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د منځګړتوب له لارې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو هوارول په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د دوام عمده لامل دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، منځګړتوب لامل کېږي چې قربانیانې عدالت له لاسرسي محرومې شي.
د یوناما چارواکو ویلي، له پراخو قانوني هڅو سره سره، لا هم په دغه هېواد کې له ښځو سره په بې رحمۍ تاوتریخوالی روان دی.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون تېر کال په دغه هېواد کې له ښځو سره زور زیاتي شاوخوا ۴۴۰۰ پېښې ثبت کړې وې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما د بې عدالتۍ او معافیت په نوم تازه رپوټ کې د ۲۰۱۵ کال له اګست میاشتې نه د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې د هغو ښځو شخصي تجربې ثبت کړي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوناما ویلي، قانوني ادارو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون له پامه غورځولی او د تاوتریخوالي جرمي قضیې یې منځګړتوب ته راجع کړي دي.
په دغه رپوټ کې ویل شوي چې د تاوتریخوالي قضیو کې منځګړتوب، په افغانستان کې ښځې له عدالته محرومې کړې دي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت چارواکي هم مني چې ځینې قضیې منځګړتوب ته راجع کېږي، خو وایي دا د ټول هېواد تصویر نه دی. ددغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایي، نا امني او اداري فساد په ځینو مواردو کې د قانون پلې کېدو پرځای منځګړتوب ته لاره هواروي:
د افغانستان د جزا قانون او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې نافذ دی، په جرمي قضیو کې د منځګړتوب اجازه نه ده ورکړې.
خو یوناما ویلي، په دغه منځګړتوب کې د قانوني ادارو استازو ګډون کړی او یا یې څارلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچې یاموتو ویلي، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي په جرمي قضیو کې منځګړتوب، تاوتریخوالي عادي کوي او د افغانستان پر عدلي او قضایي ادارو کې د خلکو باور کمزوری کوي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ له دغه زورزیاتي سره د مبارزې لپاره یوه ځانګړې څارنوالي جوړه کړې او په دې وروستیو کې یې شاوخوا ۹۰ څارنوالانې په بېلابېلو ولایتونو کې ددغو قضیو څېړلو لپاره ګومارلې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل وروستي رپوټ په دغه هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کمېدو خبره کړې وه.
دغه کمیسیون تېر کال له ښځو سره د زورزیاتي شاوخوا ۴۴۰۰ قضیې ثبت کړې وې چې وړم کال ته په کتو ۲۰ سلنه کموالی ښيي.









