تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا؛ یو افغان د ۷۱ کسانو د وژلو پېښه کې پر ۲۵ کاله بند محکوم شو
افغان قاچاقي له خپلو دریو بلغاریايي ملګرو سره د ۷۱ کسانو په مرګ کې د لاس لرلو لامله په هنګري کې پر ۲۵ کاله بند محکوم شو.
د هنګري پولیس وايي، د پېښې د قربانیانو مړي یې هغه لارۍ کې وموندل چې له اتریش سره پوله کې پرېښودل شوی و.
دا پېښه د ۲۰۱۵ کال په اګسټ کې شوې ده.
لاهور او درې بلغاریایان- چې د ده مرستیال، موټروان او د دوی د څارونکي ګاډي موټروان- د کډوالو په وژلو مجرم وبلل او پر ۲۵ کاله بند محکوم شول.
په ټول کې درې بلغاریایان، یو افغان او یو لبنانی په محکمه کې و.
لس نور کسان چې له یوه پرته نور بلغاریايي دي په لنډ بند محکوم شوي دي.
دوی ټول په انساني قاچاق تورن شوي دي.
تورن کسان د بیا کتنې یا استیناف غوښتنه کولی شي.
ټولو کسانو پښېماني ښودلې، خو تر اوسه درې بلغاریایان نیول شوي نه دي او غیابي محاکمه شول.
پر ۲۰۱۵ کال منځنۍ اروپا د افغانستان، عراق او سوریې د کډوالو له سیل سره مخ شوه.
د دې پېښې قربانیان د عراق، افغانستان، ایران او سوریې دي.
په دوی کې اته ښځې او څلور ماشومان هم دي.
پاتې ۵۹ نارینه دي. له یوه کس پرته نور ټول وپېژندل شول.
باور دا دی چې ۷۱ کسان له روانېدلو تر دریو ساعتونو په کم وخت کې تربت(خپه) شوي دي.
دوی په ګره ورځ کې ژوند له لاسه ور کړ، چې لا یې هم موټر په هنګري کې و، خو وروسته دا ګاډی د اتریش پولې ته نږدې وموندل شو.
دې ډلې څه وکړل؟
باور دا دی چې دغه قاچاقیان د دغو کډوالو له مرګوني حالت خبر وو، خو هیڅ یې ونه کړل.
د ثبت شوې مکالمې د شواهدو له مخې، په لارۍ کې کډوال د مرستې نارې وهي، خو ۳۱ کلن لاهور سمسور- چې د دې ډلې مشر پېژندل شوی- موټروان ته وايي موټر ونه دروي.
څارنوال ویل، دغو قاچاقیانو له هر کډوال نږدې څلور زره سل ډالر ترلاسه کړي و.
لوی څارنوال وايي، دې ډلې د ۲۰۱۵ کال له پرورۍ تر اګسټ د هنګري له لارې اتریش ته دوولس سوه کډوال ولېږدول او لږ تر لږه درې لکه پنځوس زره ډالر یې ترلاسه کړل.