"د نشه يي توکو ډېر کاروبار د دولت تر واک لاندې سیمو کې کېږي"

د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره "سیګار" وايي د نشه یي توکو د قاچاق او تولید ډېر کاروبار د دولت تر کنټرول لاندې ناامنه سیمو کې کېږي.

دې ادارې نیوکه کړې چې د امریکا د څو میلیارده ډالرو مرستې سره سره لا هم د کوکنارو کرکيله او د نشه یي توکو تولید په لوړه کچه کې دی.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې افغان چارواکي هم دا خبره مني خو وايي، د نشه یي توکو مخنیوي ته د دوی او امریکایي ځواکونو هڅې ډېرې شوي دي.

د سیګار راپور ښيي چې افغانستان کې د نشه یې توکو ډېر کاروبار په هغو سیمو کې کېږي چې دولت کنټرول پرې لري، خو د مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت له کبله په کې د نشه یي توکو د کښت او تولید مخنیوی نه شي کولی.

په راپور کې راغلي چې د بدخشان ارګو، د هلمند نهرسراج، د کندهار ژړۍ او د نیمروز خاشرود او چهاربورجک ولسوالۍ هغه سیمې دي چې دولت پرې کنټرول لري، خو د نشه یي توکو کاروبار په کې تر ټولو ډېر دی.

له نشه یي توکو سره د مبارزې افغان چارواکي هم د نشه یي توکو د کښت او کاروبار ډېروالی مني، خو وایي د "نصرت" په نوم نوي پیل شوي عملیات به دا کچه راکمه کړي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار بي بي سي ته وویل، د سیمې استخبارات په لوی لاس له طالبانو سره د سیمو په ناامنه کولو کې مرسته کوي چې په کې د نشه یي توکو ازاد کاروبار وکړي.

"د ترهګرو د پرمختګ وجه مخدره توکي دي، او د دوی دنده د سیمې ناامنه کول دي کله چې سیمه ناامنه شوه نو دوی کولی شي ناقونه کارونه وکړي، او هغه سیمې کې چې هلته امنیت یې نو دوی نشي کولی چې ناقانونه کارونه وکړي او موږ هیله لرو چې د امنیتي ځواکونو په مرسته د نصرت په نوم نوي پیل شوي عملیات دغه کچه راکمه کړي."

افغان حکومت څه باندې شپږ میاشتې وړاندې د نشه یي توکو په برخه کې د جزا کوډ هم بدل کړ او د دغو توکو قاچاق کوونکوو، کرونده ګرو او کاروباریانو ته یې سزاوې هم سختې کړې، خو لا هم ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.

د نشه یي توکو پر ضد چې افغان دولت یې د طالبانو د عاید لویه سرچینه بولي، د افغان حکومت او امریکایي ځواکونو ګامونه هم ګړندي شوي.

په تېرو څو میاشتو کې امریکایي الوتکو د دغو توکو د پروسس پر مرکزونو ۷۵ هوایي بریدونه کړي، هغه څه چې افغان دولت یې په اوږدمهال کې پایلو ته هیله من دی.

سیګار ویلي، له تېرې یوې لسیزې راهیسې افغانستان کې څه باندې څلورنیم لکه کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي، خو د دوی په باور، دا یوازې په ۲۰۱۷ کال کې د تولید شویو نشه یي توکو نیم فیصد جوړوي.

په دې کال کې د وړم کال پرتله د کوکنارو کرکيله ۶۳ سلنه او تولید یې چې نهه زره ټنه و، ۸۸ سلنه ډېر شوی دی.