تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګلاب منګل د ننګرهار له ولایته استعفا کړې
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د ختيځ ننګرهار والي ګلاب منګل د ځینو شخصي دلایلو له کبله رسماً خپله استعفا دغې ادارې ته استولې او یادې ادارې یې استعفا تایید کړې ده.
ښاغلي منګل وړاندې د لغمان، هلمند او پکتیکا والي تېر شوی دی.
ښاغلي منګل پر داسې ورځ له ولایته استعفا اعلان کړې، چې جلال اباد کې د مالیې وزارت پر یوې اړوندې ادارې وسله والو ډله ییز برید کړی، چې د رپوټونو له مخې، لږترلږه شپږ کسان پکې وژل شوي او تر دېرشو ډېر نور ټپیان دي.
ځايي چارواکي وايي مستوفيت ته نژدې لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته بريدګر مستوفيت ته ننوتي.
ښاغلی منګل وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر و.
څه موده وړاندې ننګرهار کې د هدفي وژنو او ناامنیو په ډېرېدو په دې ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو پروړاندې اعتراضونه ډېر شول چې په لړ کې یې ډاکټرانو هم اعتراض وکړ.