تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان سفیر د ځوانو نړیوالو مشرانو په لست کې نومول شوی
په امریکا کې د افغانستان ځوان سفیر حمد الله محب د نړۍ په هغو ۱۰۰ کسانو کې شمېرل شوی چې نړیوال اقتصادي سازمان لخوا د خپل نسل د ځوانو مشرانو په توګه پېژندل شوي.
ښاغلی محب له تېرو درېیو کلونو راهیسې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر دی.
په دې ۱۰۰ کسانو کې، چې عمرونه یې تر ۴۰ کالو کم دي، هنرمندان، سوداګر، د تکنالوژۍ کارپوهان، متصدین او د سپورتي لوبغاړي شامل دي.
په نورو پېژندل شویو څېرو کې د هند د باليوډ سینما ستورې پرییَنکا چوپړا او د انګلستان د ارسنال فوټبال لوبډلې ستوری متیو فلمیني هم شامل دي.
له دې ځوانو مشرانو تمه کېږي چې د نړیوالو ستونزو د حل لپاره په خپل وختې کې کار وکړي، او چاپېریال ساتنې، ښوونې او د بې وزلۍ د ختمولو په برخه کې ګټورې حل لارې او وړاندیزونه رامخې ته کړي.
تر ښاغلي محب وړاندې هم یو شمېر افغان ځوانان د نړیوال اقتصادي فورم په د کلني لېست کې نومول شوي.
په ۲۰۰۹ کال کې اورځلا اشرف، په ۲۰۱۱ کال کې داود اعظمي، په ۲۰۱۶ کال کې فهیم هاشمي، فرخنده زهرا نادري او حسنه سید، او په ۲۰۱۷ کال کې شهرزاد اکبر هغه افغانان وو چې د نړۍ د ځوانانو مشرانو په نوملړ کې شامل شوي وو.
د بي بي سي د پښتو څانګې مدیر داود اعظمي د دې نوماندۍ او پروسې د موخو په اړه وایي:
"د نړیوال اقتصادي فورم شعار دا دی چې نړۍ پر یوه بهتره ځای بدله شي. د ډې موخې لپاره هر ځوان مشر د خپل مسلک او پوهې په برخه کې کار کوي. دا مشران ډېری وخت پر یوه دریځ سره راټولېږي، د یوې نړیوالې ستونزې په اړه بحث او نظرونو تبادله کوي، او د حل لارې لټوي. د دې کال ښه والی په دې کې دی چې د ځوانان مشرانو او کارپوهانو انرژي او فکر پر یوه ځای راټول وي، او وړاندیزونه یا حل لارې یې ډېرې اغېزمنې وي"
په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې د بنسټ مشره اورځلا اشرف هم په ۲۰۰۹ کال کې په دې نوملړ کې شامله وه. نوموړې د نړیوال اقتصادي فورم د دې پروژې د ارزښت په اړه وایي:
"د دې نوملړ او د ځوانانو مشرانو د راټولېدو ارزښت دا دی چې دوی د یو بل له کاره، تجربو او ستونزو خبرېږي. ترمنځ یې اړیکې ټینګېږي او پوهاوی زیاتېږي. هر ځوان په خپله برخه کې هڅې او نوښت کوي. ما غوښتل چې د ښوونې په برخه کې کار وکړم. په دې وتوانېدم چې په دره نور ولسوالۍ کې یو ښوونځی جوړ کړم. خو د نړۍ له نورو ځوانو مشرانو سره په ناستو کې مې هم ډېر څه زده کړل"
نړیوال اقتصادي فورم وایي، د سږ کال ځوان مشران یې د دوی د تخلیقي او نوښتګرو وړتیاو پر اساس ټاکلي. د یاد فورم په وینا، دا ځوان مشران توانېدلي چې د کلتورونو ترمنځ پلونه شي، او د حکومتونو، سوداګرو او مدني ټولنو ترمنځ اړیکې او همکاري لا پسې پیاوړې کړي.