تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوست او غزني کې لاریونوالو د ولسي وګړو د وژنې په اعتراض کابل ته تللې لار تړلې
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په زني خېلو کې په سلګونو خلکو له سهار راهیسې مظاهره کړې او د کابل- خوست لویه لار یې تړلې ده.
دا لاریون سهار له هغه وروسته پیل شو چې شین سهار کمپاین د زنه خېلو په زېړي کلي کې پر یوه کور چاپه واچوله، دوه وروڼه او یوه مېرمن یې ووژل.
مظاهره چیان وايي، یوه ماشومه ټپي وه، هغه هم وروسته مړه شوې ده.
خوست کې امنیتي چارواکي هم مني چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.
د لاریونوالو شمېر له زرو کسانو اوړي او وايي، د دې کورنۍ څلور وړل شوي غړي بېرته ورسپارل شوي نه وي او دغه سیمه کې کمپاین عملیات ونه ځنډوي، دا لاریون به روان وي.
د لاریونوالو یوه مشر ډاکټر عبدالحکیم رسنیو ته وویل، وژل شوي کسان بې ګنا وو:
"که ثابته شوه چې له طالبانو سره اړیکي لري، دوی چمتو دي چې هر ډول چلند ته غاړه کېږدي او دولت ته تاوان ور کړي".
ځايي خبریال فرید ظاهر د مظاهرې له سیمې بي بي سي ته وویل، مظاهره چیان وايي، دا عملیات دې له نورو امنیتي ادارو او عدلي او قضايي ادارو سره په همغږۍ وشي.
"مظاهره چیانو موټر هم په ډبرو ویشتل، د موټرو ښیښې ماتې شوې، په پولیسو برید شوی".
"یو پولیس موږ خپله ولید چې سر ته لګېدلی و، لاریونوالو ویل پولیسو هم ډزې کړې او یو کس یې ټپي کړی دی".
نوموړی وایي، لاریونوالو د پولیسو یوه پوسته سوځولې ده:
"پر بله پوسته یې هم برید کړی و، خو وروسته پولیس تسلیم شوي و، بیا یې څه نه و ورته ویلي".
مظاهره چیانو د کابل- خوست لار تړلې، خو د خوست مرستیال والي او د شورا غړي د لاریون ځای کې دي او هڅه کوي لاریون ارام کړي او لار پرانیځي.
کمپاین په دې هکله څه نه دي ویلي، او نه یې په ورته عملیاتو کې خپل غبرګون ښودلی.
له دې مخکې کمپاین د خوست په ولسوالۍ کې هم د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي وو، چې مړي یې ښار ته د اعتراض په ډول لېږدول شوي وو.
ویل کېږي د کمپاین ځواکونه د امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي او خوست کې د حکومت د وسله والو مخالفینو پرضد جکړه کوي.
د غزني لاریون
له بلې خوا په غزني کې د دویمې ورځې لپاره هم لاریون روان دی.
د قره باغ ولسوالۍ په لسګونو خلکو په دویمه ورځ هم د کابل- کندهار لار تړلې ده.
دوی وايي، چې د پېښې عاملین نیول شوي نه وي، لاریون به روان وي.
دا خلک دعوه کوي چې د ځايي پولیسو په جامه کې نامسوولو وسلوالو پر یوه کور چاپه اچولې د یوې کورنۍ دوه کسان یې وژلي او دوه یې له ځان سره بېولي دي.
په غزني کې مدنی فعال نقیب الله خاکسار وایی، د دوی لاریون به به تر هغه روان وي د پیښې عاملان نیول شوي نه وي.
نوموړی زیاتوي، چې حکومت د پېښې عاملانو ته د سزا ور کولو ژمنې ور سره کړې، خو تراوسه یې په ځای کړې نه دي.
د غزني د والي ځواب
خو د غزني والي عبدالکریم متین وايي، د خلکو د غوښتنې په اساس یې د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان له دندې ګوښه کړی.
د نوموړي په خبره، د پیښې په اړه د امنیه قوماندان جنرال محمد زمان په مشرۍ پلاوي ټاکل شوی، چې قره باغ ولسوالۍ ته په رسیدو به د دې پيښي عاملان ژر تر ژره د قانون منګولو ته سپارل کیږي.