د امریکا بي ۵۲؛ د ویتنام او افغانستان جګړو کې بم غورځوونکې الوتکې

د افغانستان خلک د امریکا له بې ۵۲ الوتکو سره د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې د پېښو له رامنځ ته کېدا وروسته اشنا شول او امریکا پر طالبانو بمبارۍ وکړې.

په ۲۰مه پېړۍ کې دا الوتکې تر ټولو پېژندل شوې بم غورځوونکې دي.

دا الوتکې د امریکا په هوايي ځواکونو کې له ۶۰ کلونو کار وروسته اوس هم ډېرې پیاوړې دي.

هغه الوتکې چې په ۱۹۵۵ - ۱۹۷۵ کلونو کې د ویتنام په جګړه کې جنګېدې، اوس د افغانستان په جګړه کې هم جنګېږي. ويل کېږي چې امریکا به تر ۲۰۴۴ کاله دغه الوتکې وکاروي.

د لومړي ځل لپاره بي ۵۲ الوتکې په ۱۹۵۴ کال کې جوړې شوې او په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا په پوځي ځواکونو کې ګټه ترې واخیستل شوه.

ټول ټال ۷۴۴ بي ۵۲ الوتکې جوړې شوې چې وروستۍ بڼه یې ( B52H) هم په ۱۹۶۲ کال کې د امریکا پوځي ځواک ته وسپارل شوه. اوس له دغو پوځي الوتکو یوازې ۸۵ الوتکې فعالې دي.

هغه بي ۵۲ بم غورځوونکې چې د اتومي سروکو د لېږد وړتیا یې لرله، په ۱۹۶۲ کال کې جوړه شوه او د کیوبا په "توغندي کړکېچ" کې وکارېده، خو له دې الوتکو تر اوسه اتومي سروکي ځمکې ته نه دي غورځول شوي.

بي ۵۲ اېچ د ۲۰ کروز توغنديو لېږدولو وړتیا هم لري.

همدا راز، له دې الوتکو د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د نظام په ړنګولو او همداشان په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې پیل کې ګټه ترې واخیستل شوه، چې د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ.

دا بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د اوبو له سطحې ۱۵ زره متره لوړ الوت کولی شي او اتومي سروکي او سیخ توغندي لېږدولی شي.

دوې بي ۵۲ الوتکې په دوو ساعتونو کې ۳۶۴ زره کیلو متره مربع څارنه کولی شي.

بي ۲۵ دوه زره پونډه وزن لرونکي مهمات هم لېږدولی شي.

د عراق د "سارايي توپان" په نوم عملیاتو کې د نړیوال ایتلاف ۴۰ سلنه بمونه هم د بي ۵۲ الوتکو په مرسته ځمکې ته غورځول شوي وو.

افغانستان کې د اوسنیو کارېدونکو الوتکو ځانګړنې

دا الوتکې ۵ عمله لري چې قومندان، پیلوټ، د رادار څارونکی، تخنیکي څارونکی، تخنیکي انجینر پکې شامل دي.

د دې الوتکې وزر ۵۶،۴ متره اوږدوالی لري

ټوله الوتکه ۴۸،۵ متره اوږده ده

لوړوالی یې ۱۲،۴ متره دی

او وزن یې ۸۳ زره کیلو ګرامه ده