د امریکا بي ۵۲؛ د ویتنام او افغانستان جګړو کې بم غورځوونکې الوتکې

افغانستان

د عکس سرچینه، K.Schultz

د عکس تشریح، د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د هر ډول بمونو د لېږد رالېږد وړتیا لري.

د افغانستان خلک د امریکا له بې ۵۲ الوتکو سره د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې د پېښو له رامنځ ته کېدا وروسته اشنا شول او امریکا پر طالبانو بمبارۍ وکړې.

په ۲۰مه پېړۍ کې دا الوتکې تر ټولو پېژندل شوې بم غورځوونکې دي.

دا الوتکې د امریکا په هوايي ځواکونو کې له ۶۰ کلونو کار وروسته اوس هم ډېرې پیاوړې دي.

هغه الوتکې چې په ۱۹۵۵ - ۱۹۷۵ کلونو کې د ویتنام په جګړه کې جنګېدې، اوس د افغانستان په جګړه کې هم جنګېږي. ويل کېږي چې امریکا به تر ۲۰۴۴ کاله دغه الوتکې وکاروي.

B-52 bomber 'Cajun Fear'

د عکس سرچینه، c.ebdon

د عکس تشریح، دا الوتکې له تېل اچولو پرته ۳۵ ساعته الوت کولی شي.

د لومړي ځل لپاره بي ۵۲ الوتکې په ۱۹۵۴ کال کې جوړې شوې او په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا په پوځي ځواکونو کې ګټه ترې واخیستل شوه.

ټول ټال ۷۴۴ بي ۵۲ الوتکې جوړې شوې چې وروستۍ بڼه یې ( B52H) هم په ۱۹۶۲ کال کې د امریکا پوځي ځواک ته وسپارل شوه. اوس له دغو پوځي الوتکو یوازې ۸۵ الوتکې فعالې دي.

B-52 drops bombs on Vietnam

د عکس سرچینه، USAF

د عکس تشریح، دا پوځي الوتکې د ۳۵ ساعتونو په موده کې له ۱۴ زرو کیلو مترو ډېر په فضا کې د پاتې کېددو وړتیا لري.

هغه بي ۵۲ بم غورځوونکې چې د اتومي سروکو د لېږد وړتیا یې لرله، په ۱۹۶۲ کال کې جوړه شوه او د کیوبا په "توغندي کړکېچ" کې وکارېده، خو له دې الوتکو تر اوسه اتومي سروکي ځمکې ته نه دي غورځول شوي.

بي ۵۲ اېچ د ۲۰ کروز توغنديو لېږدولو وړتیا هم لري.

همدا راز، له دې الوتکو د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د نظام په ړنګولو او همداشان په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې پیل کې ګټه ترې واخیستل شوه، چې د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ.

B-52s release smoke during drill

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا الوتکې په شپه کې هم عملیات کولی شي.

دا بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د اوبو له سطحې ۱۵ زره متره لوړ الوت کولی شي او اتومي سروکي او سیخ توغندي لېږدولی شي.

دوې بي ۵۲ الوتکې په دوو ساعتونو کې ۳۶۴ زره کیلو متره مربع څارنه کولی شي.

بي ۲۵ دوه زره پونډه وزن لرونکي مهمات هم لېږدولی شي.

د عراق د "سارايي توپان" په نوم عملیاتو کې د نړیوال ایتلاف ۴۰ سلنه بمونه هم د بي ۵۲ الوتکو په مرسته ځمکې ته غورځول شوي وو.

B-52 refuelling mid-air

د عکس سرچینه، Tech. Sgt. Dennis J. Henry Jr.

د عکس تشریح، ادا بم غورځوونکې الوتکې په فضا کې هم تېل اچولی شي.
line

افغانستان کې د اوسنیو کارېدونکو الوتکو ځانګړنې

دا الوتکې ۵ عمله لري چې قومندان، پیلوټ، د رادار څارونکی، تخنیکي څارونکی، تخنیکي انجینر پکې شامل دي.

د دې الوتکې وزر ۵۶،۴ متره اوږدوالی لري

ټوله الوتکه ۴۸،۵ متره اوږده ده

لوړوالی یې ۱۲،۴ متره دی

او وزن یې ۸۳ زره کیلو ګرامه ده

line
B-52 taking off

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دې الوتکې د ویتنام، عراق او افغانستان په جګړو کې ګټه اخیستل شوې.
Testing bombs in Jordan

د عکس سرچینه، Getty Images

Nose art

د عکس سرچینه، PAUL J. RICHARDS

B-52 cockpit

د عکس سرچینه، PAUL J. RICHARDS

B-52

د عکس سرچینه، Getty Images

B-52 dropping bombs

د عکس سرچینه، Getty Images

Explosions from bombing test in Nevada

د عکس سرچینه، Ethan Miller

Bombs waiting to be loaded at Barksdale

د عکس سرچینه، PAUL J. RICHARDS

Child stands before remains of US aircraft, including part of a B-52 shot down over Vietnam

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویتنامی ماشوم د یوې له کاره لوېدلې بي ۵۲ الوتکې تر څنګ
B-52s

د عکس سرچینه، K.Schultz