تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له بشري حقونو د افغان پوځ د سرغړونې رپوټونه
د نيويارک ټايمز د يوه رپوټ له مخې د امريکا پوځ له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې د افغان پوځ له لوري له بشري حقونو د سرغړونې د ٥٧٥٣ پېښو رپوټ ورکړى چې په هغو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي گټې اخيستنې بېلگې هم شاملې دي .
ورځپاڼه وايي که چېري دا رپوټ سم وي ، نو د امريکا د متحده ايالتونو قانون له مخې بايد تېري کوونکو او ياهم سرغړونکو واحدونو ته د امريکا پوځي مرستې بندې شي ، چې وايي يوځل هم دغه کار نه دى شوى .
نيويارک ټايمز دغه ليکنه د افغانستان د بيارغونې د څار د امريکايۍ ادارې سيگار د هغه رپوټ پربنسټ کړې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو.
د ورځپاڼې په وينا د اوباما ادارې پرمهال ددغه رپوټ د جوړولو لارښوونه شوې وه . داچي د رپوټ موندنې ډېرې زړه بوگنونکې وي ، نو لومړى سر کې رپوت محرم وبلل شو او پلان داو چې تر ٢٠٤٢ کال پورې پټ وساتل شي .
رپوټ دا په ډاگه کوي چې افغان پوځ او پوليسو کې له ماشومانو ناوړه جنسي گټه اخيستنه چې بچه بازي هم بلل کېږي څومره پراخه ده .
د ورځپاڼې په وينا ځنو امريکايي عسکرو هم په دې اړه شکايت کړى چې افغان امنيتي ځواکونو کې دغه ډول مسالې له پامه غورځول شوي دي
خو امريکايي قوماندانانو دا ردکړې چې گنې پر دغه ډول مسالو يې په لوى لاس سترگې پتې کړې دي.
گارډين
لندن کې خپرېدونکې گارډين ورځپاڼې د کابل انټرکانينټل هوټل بريد په اړه خپلې يوې تبصرې کې ليکلي په دغه بريد کې د امريکايانو وژل کېدل د دې يادونه کوي چې امريکايان د افغانستان روانې جگړې کې څومره لويه قرباني ورکوي .
ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د امريکا ښکېلتيا له زماني چوکاټ څخه ايستلي او دې هېواد کې يې د حالاتو پرمختگ پورې تړلې ده .
د ورځپاڼې په وينا ټرمپ غواړي چې دې هېواد کې د خپلو پوځيانو په ښکېلتيا سره مشخصې نتيجې ترلاسه کړي .
ورځپاڼې ملگرو ملتونو کې د امريکا د استازې نيکې هيلې هغه خبره هم ياده کړې چې وايي د امريکا ستراتيژي په افغانستان کې کار ورکړى اوداچې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له بل هروخت نه اوس ډېرې نژدې دي .
پاکستان اکسپرېس ټريبيون :
دغې ورځپاڼې پاکستان له لارې د افغانستان د سوداگريزو توکو د ترانزيت ډېروالى خبر ورکړى او ليکلي يې دي چې د روان مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې دغه شمېر ١،٤ ميليارد ډالر ته رسېدلى دى . ورځپاڼې وړاند وينه کړې چې دغه شمېر به راتلونکو شپږو مياشتو کې ٣ ميلياردو ته پورته شي .
د پاکستان د ترانزيت ادارې له خوا وړاندې شوى دغه شمېر ښيي چې د ٢٠١٧ کال د جولاې او ډسمبر مياشتو ترمنځ د ١،٤ ميلياردو ډالرو په ارزښت د افغان سوداگرو مالونه د پاکستان له لارې ترانزيت شوي دي .
ورځپانې داهم ليکلي چې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداگرۍ ډيروالى د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيت کم کړى دى .
په دغه مطلب کې د هند او ايران له لارې سوداگرۍ ته د افغان چارواکو پر لېوالتيا هم خبرې شوې دي. خو د پاکستان سوداگرۍ وزارت وايي تراوسه پورې داسې کومې نښې نه ليدلې کېږي چې د ترانزيت لارې بدلېدل وښيي .