تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغان زندانونو کې لاهم بندیان ربړول کېږي"
- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د فنلنډ سفیر وایي، لا هم د دې هيواد په زندانو کې بندیان ربړول کېږي. هانو ریپاټي وایي "ډېری وخت د ربړولو رپوټونه دوی ته رسېږي."
دی زیاتوي: زه پوهېږم او د بښنې نړیوال سازمان رپوټونه مې هم لوستي ربړونه یا شکنجه شته، خو یو څه راکمه شوې د افغانستان غوندې جګړه ځپلي هېواد کې باید تمه ونه شي چې دا په لږ وخت کې له منځه لاړه شي."
د بشري حقونو فعالان او د بشري حقونو کمېسون هم وایي، د پوښتنو ګرویږنو پر مهال تورن کسان شکنجه یا ربړول کېږي.
د انساني حقونو سازمانونه او د افغانستان ملاتړي هېوادونه وایي دغو ځورونو او ربړونو ناهیلي کړي دي.
د کونړ یو ۴۶ کلن اوسېدونکی رحیم الله وایي "هغه ورځې یې له یاد نه دي وتلې چې د ملي امنیت په زندان کې یې تېرې کړې دي."
هغوی چې په تېرو څلور لسیزو او بېلابېلو حکومتونو کې د زندان تورې تمبې لیدلې وایي د اقرار پر وخت یې ګڼې شکنجې لیدلې دي:
"برېښنا، د اوبو لاندې درول، وهل ټکول، لوږه او تنده، بې خوبي او سره لمر ته درول افغانستان کې هغه شکنجې دي چې تورن کسان یې د پوښتنو پر مهال ګوري".
افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو تمه کېده چې دا ربړونه به ختمېږي خو رحیم الله څو کاله وړاندې په دې تور چې د حکومت له مخالفینو سره لاس لري بېلابېلې ربړونې لیدلې هغه وویل:
"په لښتو به یې وهلو برېښنا شاټونه یې راکول لمر ته یې درولو که سل کاله نور هم تېر شي هغه شیبې به مې هیرې نشي".
مدنې ټولنې هم له بندیانو سره په زندانونو کې له شکنجو سر ټکوي.
د مدني ټولنې مرستیال حنیف الله ویس وایي "سره له دې چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې څو نړیوال کنوانسینونه لاسلیک کړي، خو لا هم له تورنو کسانو په پخوانۍ بڼه پوښتنې کوي.
هغه زیاته کړه: "دلته ډېرې ستونزې دي بندیان له هغو ډېرو حقونو بې برخې دي چې دوی یې لري بېلابېل رپوټونه ښيي چې لا هم شکنجه شته."
افغانستان کې د عدالت ټینګولو او ربړولو د مخنیوي په برخه کې د دې هېواد بهرني ملاتړي هم مني چې لا هم په زندانونو کې شکنجه شته.
وخت ناوخت په افغان پارلمان کې هم له بندیانو سره په محبسونو کې د شکنجې مساله را پورته شوې ده.
د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمېسون غړی محمد سرور عثماني فراهي چې یو شمېر زندانونه یې له نژدې څارلي وایي "داسې ثبوتونه شته چې تر ټولو ډیره شکنجه د پولیسو او ملي امنیت زندانونو کې ده " دوی فکر کوي چې بدیله لار نه لري، نو لا هم په اعتراف کې له شکنجې استفاده کوي.
د انساني حقونو فعلان او د روڼتیا څار اداره هم وایي د افغانستان په زندانو کې وضیعت د اندیښنې وړ دی او تر ډېره په زندانو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي .
افغان دولت وایي، کېدای شي په زندانونو کې شکنجه وي هغه هم په فردي بڼه خو په قانون کې داسې څه نشته او هېڅوک حق نه لري له بندیانو د شکنجې له لارې اعتراف واخلي.
د زندانونو مشر عبدالحلیم کوهستاني وایي، موږ ټولو هغه څه پلي کوو چې په قانون کې بندیانو ته کوم حقونه ورکړل شوي دي.
"زه د یوه عمومي مشر په توګه دا وایم، چې هېڅ بندي تر دې دمه ماته څه نه دي ویلي چې شکنجه شوی."
مدني ټولنې له تورنو کسانو د پوښتنه کوونکو د ظرفیت لوړوالی، د زندانونو وضعیت څارنه، د سپکو جرمونو لپاره نغدي جریمه د شکنجې د له منځه وړلو لپاره حل لارې ګڼي او وایي حکومت باید دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي .