د کندهار په شپو کې د ژوند شور

    • Author, اسماعیل شهامت
    • دنده, بي بي سي

کندهار، هغه ښار چې پخوا یې ورځې له خطره ډکې وې، اوس یې ان شپې امنې دي. د ښار د هوټلونو او دوکانونو کار ښه شوی. پلورنځي، پارکونه او لوبغالي تر نیمو شپو پرانیستي دي.

کندهار ته تر سفر وړاندې مو د طالبانو د واکمنۍ تیاره انځور درلود. کندهار ته زما سفر له اندېښنې او وېرې تش نه و.

تر دې مخکې په ۱۳۷۴ کال کې کندهار ته راغلی وم. هغه وخت کابل او د افغانستان نورو لویو ښارونو ته طالبان نه وو راغلي. خو اوس کندهار امن و.

د طالبانو تر ماتې وروسته کندهار د نړیوالیو امریکایي ځواکونو او طالب جنګیالیو د جګړې پر اصلي مرکز بدل شو.

په کندهار کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له واکمنۍ سره، بیا هم دې ښار خونړۍ چاودنې او ډله یيز بریدونه تېر کړل چې شخصي امنیت تر سخت ګواښ لاندې و.

په ځانګړې توګه ښوونځي ته تلونکې نجونې د زده کړو د مخالفانو ډلو له لوري د تېزاب شیندلو له وېرې سره مخ وې. تفرېح او په ښار کې ګرځېدل د خلکو یو ارمان و.

د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې لورپوړې ښځینه پولیسه، ملالۍ کاکړ، په کندهار کې ووژل شوه.

د همدې کال په نومبر کې یوه ناپېژانده کس پر پنځلسو زده کوونکو نجونو تیزاب وشیندل.

د ۲۰۰۹ کال په اپرېل کې د کندهار ولایتي شورا ښځینه غړې د ناپېژانده وسله وال له لوري ترور شوه.

د ۲۰۱۶کال په ډسمبر کې طالبانو د کندهار هوایي ډګر پنځه کارکوونکې په ډزو ووژې.

د دې ښار له وروستيو تاوتریخوالو یوه یې هغه پېښه ده چې په کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماتان او د والي مرستیال ووژل شو.

خو کله چې بیا کندهار ته لاړم، دې ښار نوې څېره مې ولیده. که څه هم ګواښونه په بشپړ توګه له منځه نه وو تللي خو بیا هم ښار د سکون ساه اېسته.

د کندهار امنیت او د خلکو د وخت تېرولو ډول زما پام د دې ښار ویښو شپو ته واړاوه.

د کندهار د شپو ښکلا په زړه پورې ده. له همکارانو سره مې د عینو مینې اصلي دروازې ته لاړم، چې د افغانستان په کچه تر ټولو معیاري مېنه ده.

د مېنې له هسکې او ښکلې دروازې د لمر لوېدو منظرې لیدل، د عینو مېنې په پارک کې د ښو شېبو زېری ورکاوه.

ګڼ شمېر خلک به چې د تفرېح لپاره پارک ته راتلل، د ورځې تر پایه به همالته پاتې کېدل.

د ځوانانو هېښتیا زړه تنګون ته ځای نه پرېښود. هر چا په خپل زړه وخت تېراوه. ځینو پتې یا قطعې کولې. ځینې د خپل کار په اړه غږېدل او ځینې نور بیا پر لمانځه ولاړ وو.

زه هغې ډلې ته چې قطعې کوي، ور نژدې کېږم. له دوی د لوبې او ساتېرې په اړه پوښتم، ټول د رضایت موسکا پر شونډو لري.

یوه یې وویل: "امنیت ښه دی، موږ خوشاله یو. دلته د تفرېح ډېر ځایونه دي. د جمعو په ورځو په آرامه زړه وخت تېرولو ته راځو."

ښايي ځینو ته دا ښه حس ژر تېرېدونکی وي. په تېره بیا هغوی ته چې د دې شپې پر سبا د کندهار لرو ناامنو ولسوالیو ته په سفر روان دي.

د عینو مینې د تفریحي سیمو ښکلې منظرې د ګڼو خلکو د راتګ لامل شوې. زه هڅه کوم چې نور ځایونه هم ووینم.

ډېري ځوانان د ښارګوټي په تشو میدانونو کې پر لوبو لکه کرېکټ، فوټبال او والیبال بوخت دي.