''پاکستانۍ لارې به له دې وروسته افغانستان ته نه ځي''

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر اوسه پاکستانیو ګاډو کولی شول د افغانستان ګوټ ګوټ ته توکي یوسي

د افغان ولسمشر هغه فرمان نن رسماً پلی شو، چې پر بنسټ یې پاکستاني ګاډي اجازه نه لري افغانستان ته توکي ولېږدوي.

خو ویل کېږي هغه پاکستاني ګاډي چې بار یې ژر خرابیږي او یا اور اخیستونکي وي اجازه لري پلازمېنې کابل او ګاونډیو ولایتونو ته یې مالونه ولیږدوي.

د افغانستان ټراسپورټ وزارت سرپرست حمید طهماسي نن دوشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، 'وروسته له دې به پاکستاني ګاډي په تورخم او سپین بولدک کې مالونه کوزوي او د افغانستان هغو په مرسته به د افغانستان نورو سیمو ته لیږدول کېږي.

تر اوسه پاکستانیو ګاډو کولی شول د افغانستان ګوټ ګوټ ته توکي یوسي او د دې هېواد له لارې یې منځنۍ آسیا ته هم ولېږدوي، خو د افغانستان لاریو کولی شول یوازې تر پېښوره توکي یوسي.

هره ورځ به څه باندې ۵۰ لاریو له پاکستانه افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدول او بیا به یې له دې لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لېږدول.

خپله په افغانستان کې د ځنیو توکو تولید، د چاه بهار او اقیني بندرونو فعالیت هغه لارې چارې بلل کېږي، چې دې برخه کې یې افغانستان پر ځان بسیا کړی او له پاکستانه یې د واردیدونکو توکو په برخه کې لږوالی راوستی دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هره ورځ څه باندې ۵۰ پاکستانیو لاریو افغانستان ته تګ راتګ کاوه

که څه هم په تېره یو نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د ټرانسپورټ په برخه کې میلیونونه ډالره پانګونه شوې خو څه وخت مخکې د افغانستان د بار وړونکو ګاډو اتحادیې د کار نشتوالي له امله شکایت لري.

د افغانستان ترانسپورټ سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې د افغان تراسپورټ لپاره د کار زمېنې برابرولو به موخه به له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره د تراسپورټ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي.

د نوموړي په وینا د دغو تړونونو په لاسلیکېدو سره به افغان ټرانسپورټي شرکتونه شرکتونه وکولای شي، یادو هېوادونو ته د ننوتلو اجازه تر لاسه کړي.