تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل ښار تیمور شاهي کې مارکېټ اور اخیستی
د کابل ښار له اولې حوزې سره نږدې په تیمور شاهي کې یو مارکېټ اور اخیستی.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، اور د ټوکر یا رخت مارکېټ کې لګېدلی دی.
د نوموړي په خبره، تر شلو پورې دوکانونو اور اخیستی.
"اور وژنې اداره سیمې ته رسېدلې او اور یې کنټرول کړی دی".
د کابل اولې حوزې چارواکو بي بي سي ته وویل، چې مارکېټ نوی جوړ شوی او تر پنځوسو شپېتو پورې دوکانونه لري.
د چارواکو په خبره، تراوسه معلومه نه ده چې اور څنګه لېدلی دی.
نور وروسته