تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزني کې ښوونکي وايي، د طالبانو له ګواښ وروسته معاشونه نه دي ورکړل شوي
- Author, اسد الله جلالزی
- دنده, غزنی
غزني کې یو شمېر ځايي ښوونکي وايي، وسله والو طالبانو د ښوونځیو آمرینو ته ویلي، چې ښوونکي باید معاشونه د بانکونو پر ځای د پخواني تحویلدارۍ سیسټم له لارې واخلي.
ځینې ښوونکي ادعا کوي، چې دوی له همدې کبله له تېرو څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي. د غزني قره باغ ولسوالۍ یو ښوونکی عبدالحی وايي، که دغه ستونزه دوام وکړي، کېدای شي ښوونځي وتړل شي.
د غزني ښار کې یوې ښوونکې عادلې ویلي، درې میاشتې کېږي معاش یې نه دی اخیستی، ځکه په وینا یې طالبان غواړي د دوی له معاشه مالیه واخلي:
''درې میاشتې وشوې چې معاشونه مو نه دي اخیستي، له یوې خوا دولت مالیه غواړي له بله اړخه که اوس طالبان هم مالیه واخلي، نو ښوونکوته به څه پاتې شي.؟ ''
د غزني پوهني رییس محمد عابد عابد په دې اړه مني چې ستونزې او ګواښونه شته، خو نوموړی وايي دوی په دې اړه څه معلومات نه لري، چې ګواکې طالبانو له ښوونکو مالیه غوښتې. ښاغلي عابد ویلي د زمري میاشتې تر وروستیو پورې د بانک له لارې حواله کړي دي:
''د ښوونکو له معاشه دمالیې له اخیستو نه یم خبر، خو ویلای شم چې ښوونکو ته ګواښ شوی چې معاشونه مو له نوي کابل بانکه مه اخلئ. نه پوهیږم دوئ له معارف سره ستونزه لري که له کابل بانک سره، خو موخه يي د معارف د نظام ګډوډول دي. ښايي له وسله والو مخالفانو پرته نور پټ لاسونه هم وي چې نه غواړي د غزني اویا هم د افغانستان د پوهنی بهیر پرمختګ وکړي. ''
د غزني ښار کې د نجونو یوه ښوونځي زده کونکې راته وویل:
(( له څو ورځو راهیسې د طالبانو د ګواښ له کبله کورنۍ اجازه نه راکوله ښوونځي ته لاړه شم، اوس هم ټولګي ته له ۵۳ زدکونکو پنځلس یا شل نجونې راغلې دي.))
د غزني ښار یو ښوونکی نذیر بیا وايي، بانک ورته د معاش ځنډېدو خبره کوي:
بانک ته چې ورشم راته وايي، معاشونه مو ځنډېدلي دي.
په میدان وردګو ولایت کې هم نژدې ورته حالت دی. د دغه ولایت چارواکي له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کوي، خو مني، چې ښوونکو ته د ټیلیفون او لیکونو له لارې ورته ګواښونه شوي.
د میدان وردګو د پوهنې رییس فضل الرحمان طارق وايي، د دغو ګواښونو له کبله د سیداباد، چک او نرخ ولسوالیو کې د پوهنې پر بهیر ناوړه اغېز شوی دی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، د غزني او میدان وردګو ځينو ښوونځیو ته د دوی ځايي ملګرو په ښوونځیو کې د مالي فساد مخنیوي لپاره دغه خبره کړې.
نوموړی ادعا کوي، په ځینو ولسوالیو کې ښوونکي د واسطو له لارې پر دندو ګومارل شوي او دغه ښوونکي پرته له دې چې ښوونځیو ته لاړ شي د ولسوالیو له بستونو معاشونه اخلي.
په غزني کې ۶۲۶ ښوونځي دي، چې په کې نژدې ۵۰۰ زره زده کوونکو ته د نژدې ۷۰۰۰ ښوونکو له خوا زدکړي ورکول کېږي.