په ایران کې د افغان زدکوونکو ښوونځی تړل کېږي

د ایران په یزد ولایت کې د شاهدیه ښار اوسېدونکو د هغه ښوونځي د کار مخه ونیوله چې د افغان زدکوونکو لپاره ځانګړی شوی و.

د ښوونځي مخ ته د خلکو په ټولېدلو سره دا اداره د ښوونیز کال په لومړیو کې وتړل شوه.

که څه هم انصاف نیوز او د ښوونې روزنې یو ځايي چارواکی وايي، "جهاد" ښوونځي بیا کار پیل کړی او افغان زدکوونکي درس ته ځي.

خو د دې ښوونځي د یوې زدکوونکې خور بي بي سي ته وویل: "زدکوونکو ته یواځې ۴۰ ورځې وخت ور کړل شوی او له هغه وروسته باید بل ښوونځي ته لاړ شي".

د یزد د ښوونې روزنې مشر عبدالحمید صابري وايي، ځايي خلک د افغان زدکوونکو د ماشومانه چلند له امله له دې ښوونځي سره مخالفت کوي:

" موږ هم ماشومان لرو، خو دغه خلک به ادارې ته راتلل ویل یې د دوی د کورونو سره نږدې افغانستانيو زدکوونکو ته ښوونځی جوړ شوی، دا خلک وايي، دوی(افغانان) له نورو ځایونو هم راځي او دلته یې ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده".

"افغانان چټل دي"

د ایران د ښوونې روزنې د پرېکړې له مخې افغان زدکوونکي باید په ځانګړو شویو ښوونځیو کې زدکړې وکړي، او په نورو ښوونځیو کې نه منل کېږ.ي

د یزد په شاهدیه کې د جهاد ښوونځي د یوې زدکوونکې خور فاطمه وايي، "له بده مرغه د شاهدیه خلک افغان وګړي نه غواړي او تل ماشومان سپکوي".

هغه زیاتوي، جهاد د ښار یواځنی ښوونځی دی چې افغان زدکوونکي پکې زدکړې کولی شي:" سهار نجونې او مازیګر هلکانو ته ځانګړی شوی دی".

فاطمه وايي، د شاهدیه ټولو مشرانو پرېکړه کړې چې دا ښوونځی وتړل شي.

هغې بي بي سي ته وویل: "د تلې میاشتې په اوله زما خور وویل موټر یې پر موږ را وستل چې تیت پرکې شو، دوی نه پرېښودلو چې د دې حالت انځور یا فېلم واخلو او ویل یې چې موبایلونه مو ماتوو".

د نوموړې په خبره،، د شاهدیه اوسدونکي د دې ښوونځي د تړلو لپاره دا دلیل را وړي چې د دوی په باور "افغان وګړي چټل دي او بیروبار جوړوي".

له ښار د افغانانو د شړلو هڅه

تېر جولای کې هم د یزد ولایت په ځینې ښارونو کې د خبرپاڼو له لارې له خلکو غوښتل شوي و چې په بهرنیانو په تېره افغانانو ته په کرایه کورونه ور نه کړي.

په دغو خبرپانو کې د زارچ ښار له خلکو غوښتل شوي و چې له ښار د افغانانو په اېستلو کې ور سره مرسته وکړي.

د اټکل له مخې له یو میلیون ډېر افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

ایران مېشتي افغانان پرلپسې په دغه هېواد کې له دوی سره د توپیریت(تعصب) شکایت کوي.