د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته تللي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرېکنده ماموریت وايي، د ناټو سرمنشي جینز سټالټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د چارشنبې په ورځ له افغان مشرتابه او افغان ځواکونو سره ګوري.

په پام کې ده چې د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې راڅرګند شي.

دا د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له اعلانېدا وروسته کابل ته د ناټو د سرمنشي او د امریکا د دفاع وزیر لومړی سفر دی.

د افغان چارواکو هیله دا وه چې د امریکا نوې تګلاره به افغانستان کې د واشنګټن او ناټو ځواکونو د همکارۍ رول او د افغان ځواکونو د ملاتړ ډېرېدو لامل وګرځي.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره د تګلارې په اعلانولو سره د ترهګرۍ د جرړو پر ایستلو او په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو د ګواښونو د مخنیوي پر تګلارې ټینګار وکړ.

د امریکا دفاع وزیر تېره ورځ (چارشنبه) هند ته تللی و. له نوموړي سره د هند د دفاع وزیرې نیرمالا سیتهارامن ویلي وو: ''هېڅ یو هندی پوځي به پر افغان خاوره پل نه ږدي. ''

له دې مخکې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې هند په افغانستان کې د خپل شتون ډېروالي لپاره دغه هېواد ته پوځیان استوي.

خو مېرمن نیرمالا ویلي، د پوځیانو استولو احتمال نه شته، البته په خبره یې، هېواد به یې په پرمختیايي او طبي چارو کې له کابل سره خپلې مرستې روانې ساتي.

دې وویل هند نه غواړي د افغانستان جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا متحدو ایالتو د افغانستان لپاره د خپلې پالیسۍ اعلان پر مهال له هنده غوښتي وو، چې د افغانستان پرمختیا او بیا رغاونه کې باید پراخ رول ولوبوي.

هند په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ له پرځېدا وروسته د اټکل له مخې د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت لويې او وړې پروژې عملي کړي, چې ډېری یې اوس بشپړې شوي دي.

د هند او امریکا ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ډېر زیات شول، چې نوي ډیلي په تېره یوه لسیزه کې د ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي توکي له امریکا واخیستل.