لویې څارنوالۍ ۱۲۰ څارنوالان او کارکوونکي له دندې لرې کړي

    • Author, فرهاد محمدي
    • دنده, بي بي سي، کابل

د افغانستان لویې څارنوالۍ په تیر یوه کال کې څه باندې ۱۲۰ څارنوالان او اداري کارکوونکي د اداري فساد او غیرحاضرۍ له امله له دندې لرې کړي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه او خپلواکه کمیټه د لویې څارنوالۍ دا هڅې ستایي، خو کافي یې نه بولي.

په کابل کې د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي دا اجازه ترلاسه کړې چې لویه څارنوالۍ کې د شکایت کوونکو پر دوسیو د کار کولو بهیر څو ساعته وڅاري.

د لویې څارنوالۍ مرکز ته یو بوډا له بادغیس ولایت راغلی.

دی وایي لور یې یوه ځایي زورواکي تښتولې او د دولت د وسله والو مخالفانو یوه قومندان ته یې نکاح کړې ده.

لسګونه نور کسان هم د لوی څارنوال فرید حمیدي د دفتر له وره سره منتظر دي چې له هغه سره د زړه غوټې خلاصې کړي.

لوی څارنوال ته راغلي کسان له درغلیو، وهلو ټکولو، وژنې، له ښځو سره د تاوتریخوالي او نورو ستونزو شکایت کوي.

لوی څارنوال د یوه نوښت له مخې هره دوشنبه له خپلو څو لوړپوړو څارنوالانو سره د پنځوسو تر سلو پورې مراجعینو قضیې ارزوي.

ځینې کسان داسې فکر کوي چې ښاغلی حمیدي دغه کار د دې لپاره کوي چې په مرکز او ولایتونو کې ترلاس لاندې کسانو باندې کم باوره دی.

خو ښاغلي حمیدي بي بي سي ته وویل، د دغه کار موخه یې پر خپلو کارکوونکو څارنه او د کارونو لا ګټورتیا ده.

"که مراجعین دا غوره بولي چې له ځان د دفاع لپاره لا پورتني څارنوال ته ور شي، نو دا یې حق دی. زما اصلي دنده همدا ده چې شکایتونه واورم، په ټول افغانستان کې د نورو څارنوالانو کار وڅارم".

د لوړ پوړو چارواکو محاکمه

د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز هم څه باندې کال وړاندې د اوسني لوی څارنوال په نوښت او ولسمشرۍ ماڼۍ په ملاتړ رامنځ ته شو.

تراوسه د لویې څارنوالۍ د یوه جنرال په ګډون بیلابیل لوړپوړي او ټیټ پوړي افغان چارواکي په دغه مرکز کې په ښکاره محاکمه شوي دي.

خو دغه مرکز باندې ځینې نیوکې هم دي. د خلکو تمه داوه چې مرکز به خپلې چارې د لوړپوړو چارواکو د فساد له دوسیو پيل کړي، خو د مرکز لومړنۍ غونډه د لویې څارنوالۍ د پوځي څارنوال په اړه وه چې پر پنځوس زره افغانۍ رشوت تورن و.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی وايي، خلکو له دې مرکز ډېرې هیلې درلودې:

قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي، له ولسمشر او اجرایه مشر مو هیله ده چې له دې مرکز سره همکاري وکړي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې او خپلواکې کمیټې هم څه مهال مخکې په څو میاشتنۍ هڅه کې د لویې څارنوالۍ په اداره کې د فساد د هڅو ننګونې او کمزورتیاوې څیړلې دي.

په دغه راپور کې د کابل او ولایتونو له ۲۳۰ چارواکو او کارکوونکو سره مرکې شوې چې په ټولیز ډول یې په لویه څارنوالۍ کې د سمون بهیر ستایلی دی.

د دغې کمیټې موندنې ښيي چې لویې څارنوالۍ په تیر یوه کال کې څه باندې یو سل او شل څارنوالان او کارکوونکي د فساد او غیرحاضرۍ له امله له دندې لرې کړي دي. کمیټه وایي چې د لویې څارنوالۍ بودیجه هم څه باندې اته سوه میلیونه افغانۍ زیاته شوې چې ورسره د څارنوالانو معاشونه د فساد د کمولو په خاطر دوه برابره شوي دي.

د لویې څارنوالۍ په هڅو کې داسې څه شته چې د دې ادارې کار ور سره ښه شوی دی او هیلې یې پیدا کړې دي.

لکه په مرکزي او ولایتي ادارو کې نږدې ۴۰ رییسان له دندو لرې کول او د نوي کارمن د ګومارلو لپاره لږ تر لږه لیسانس سند پکار دی، چې په دې هڅو کې راځي.

نیمګړی سمون

له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټې یو مسوول سید حمیدالله تواب وایي، رامنځ ته شوي اصلاحات په هیڅ ډول کافي نه دي.

ښاغلی تواب زیاتوي، د اصلاحاتو د بهیر د لا ښه والي لپاره یې حکومت ته ۵۱ سپارښتنې کړې دي.

" ۵۱سپارښتنې د لویې څارنوالۍ د ۵۱ بنسټیزو ستونزو په مانا دي. ګومارلو کې باید روڼتیا ډېره شي، په ټول افغانستان کې باید د څارنوالانو امنیت خوندي شي، په محکمو کې باید د کار تر سره کولو بهیر پیاوړی شي".

هغه زیاتوي، چې ستونزې په سیستماتیک ډول اوارول غواړي:

"د لویې څارنوالۍ اوسنی مشرتابه د فساد ضد مبارزې ته ژمن دی، خو تاسې پوهېږئ چې ښايي څه مهال وروسته بل څوک د دې مشرتابه ځای ونیسي".

لوی څارنوال فرید حمیدی بیا وایي، بشپړ اصلاحات اوږدمهاله هڅو ته اړتیا لري.

ښاغلی حمیدی وایي، د لا ډېر سمون لپاره به له مراجعینو سره د ده د دوشنبې ورځو ناستې دوام ولري.

د نړیوالې روڼتیا ادارې وروستی رپوټ وايي، افغانستان د دولتي فساد له مخې پر ۲۰۱۶ کال په ۱۷۶ هېواونو کې د ۱۵ نومورو په ترلاسه کولو سره ۱۶۹ ځای ته تللی دی.