تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وسلوالو طالبانو روزگان کې ۵۴ روغتیایي مرکزونه تړلي
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د سویلي روزګان ولایت څخه راپورونه ښي، چي وسلوالو طالبانو د ناڅرګندو دلایلو له مخي تر ۵۴ پورې وغتیایې مرکزونه بند کړي دي.
د روزګان د روغتیا مشر ډاکټر خان اقا میاخېل هم د بي بي سي خبریال عصمت بهیر سره خبرو کې وویل، چې د دغه ولایت له ۵۹ روغتیايي مرکزونو څخه وسلوالو طالبانو ۵۴ روغتونونه تړلي دي.
" طالبان درې غوښتنې لري، یو دا چې دوی ته د خپلې خوښې په سیمو کې درې مجهز روغتونونه جوړ شي، په روغتیايي مرکزونو او واکسین کې د دوی کسان وګومارل شي".
د نوموړي په خبره، د طالبانو دریمه غوښتنه دا ده چې د دوی د خوښې روغتیايي مرکزونو کې باید د جراحي برخه هم فعاله شي ځکه دوی ورته ډېره اړتیا لري.
د روزګان د والي ویاند وايي د وسلوالو طالبانو په دغه ګام سره د روزګان ولایت نږدې ۹۰ سلنه خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د روزګان مرکز ترینکوټ د سجاول سیمي د یوه روغتیایې مرکز روغتیاپال بي بي سي ته وویل ، چې تېره ورځ ماځیګر وسلوال ورغلل او له دوی څخه یې کیلي واخیستې او کلینیک یې وتاړه.
د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکی قدرت الله وایي، چي سیمه کې یې روغتیایې مرکز بند او ځايي خلګ یې د ستونزو سره مخ کړي دي.
د روزګان د روغتیا مشر وايي، یواځې د مرکز اړوند ولایتي روغتون په ګډون پنځه روغتيايي مرکزونه کار کوي، خو د ولایتي روغتون مشر امنین الله توخی وايي، دغه روغتون ته هم طالبانو خبردری ور کړی، خو نیمه فعال دی.
که څه هم وسلوال طالبان دا خبرې نه مني، چې دوی په روزګان کې روغتیایې مرکزونه بند کړي دي.
خو د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدی وایي د موضوع په اړه به پلټني وکړي.
ویل کېږي روزګان کې طالبانو له چارواکو غوښتي و چې د دوی د خوښې سیمو کې درې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، حکومت ور سره په ژمنه ونه درېد، ځکه یې په غبرګون کې دې ډلې تر ۵۴ روغتیايي مرکزونه وتړل.
وسلوالو طالبانو د کندهار په دریو ولسوالیو کي له څو میاشتو راهیسې د ګوزڼ ضد کمپاین په مشروط ډول بند کړی دی.
د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي" غوښتنه یې دا ده ، چې د دوی ترولکې لاندې سیمو کې باید باوري او د دوی له اړخه ورپیژندل شوي کسان د پولیو کمپاین وکړي.
ښاغلی مجاهد وایي، د پولیو له رضا کارانو افغان حکومت د جاسوسانو کار اخلي.
د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د ورځي په وروستیو کي بي بي سي ته وویل، چي دغه روغتیایي مرکزونه یې ځکه تړلي، چي په وینا یې هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوي پکې نه وې.