تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"را به شي بدلون، پېغله د وطن به راولي دغه سمون"
- Author, يما بارز
- دنده, بي بي سي، لندن
"را به شي بدلون، را به شي بدلون
پېغله د وطن به راولي دغه سمون
را به شي بدلون"
دا د هندي توکمې سندرغاړې "شرون اوسر" پښتو سندره ده چې د افغان ښځو په ژوندانه کې د مثبت بدلون راوستو غږ کوي.
شرون اوسر په خټه هندۍ-مرهټه ده، خو وايي له افغانانو او پښتو کلتور او ادب سره بې کچې مينې د پښتو سندرو ويلو ته راڅکولې ده.
د آغلې اوسر يوازې څو پښتو ټکي زده دي، خو وايي پښتو موسيقي د خپل وجود برخه بولي.
" پښتو شعر د خپلې مورنۍ ژبې "مراټي" په تورو کې ځان لپاره ليکم، چې سم يې تلفظ کړم."
پښتو سندرې
شرون اوسر وايي په ممبۍ کې مې په بېلابېلو آرکسټراو کې سندرې ويلې، خو کله چې په سويډن کې مېشته شوه، نو افغان موسيقي غږوونکو او سندرغاړو سره يې وکتل. دا وايي " دغو کسانو به د هنديانو له لوري جوړو شويو پروگرامونو کې د موسيقۍ په برخه کې ما سره مرسته کوله. پښتو ژبه خوږ غږ لري او زه يې ځانته راکېکاږلم."
آغلې اوسر وايي وروسته سندرغاړي امان الله اميري ورته د پښتو سندرې ويلو وړانديز وکړ او دې هم ومنله.
آغلې اوسر په خندا را ته وويل:
" ما به شپه او ورځ پښتو سندرې اورېدلې چې تلفظ مې سم کړم. سخته ننگونه وه، خو بې سارې مينه مې ومونده."
د افغانو مېرمنو د حالت بدلولو مبارزه
آغلې اوسر وايي د پښتو سندرو له امله افغانانو ورته ډېره مينه ورکړه. خو پښتني ټولنې سره پېژندگلوۍ يې، د افغانو مېرمنو حالت ته پام ور واړوۀ. هغه وايي "يوې هندي توکمې په توگه مې خپلې ټولنې کې هم دا ليدلي چې د ښځو د پرمختگ مخنيوى کېدۀ. ما ته دا اجازه نه وه چې د موسيقۍ په برخه کې زده کړه وکړم. خو اوس په هند کې دا حالت بدل شوى او زما هڅه دا ده چې افغانې مېرمنې هم نارينه و سره برابر حقونه ولري."
آغلې اوسر وايي د بدلون په نامه دا سندره يې مېرمنې هڅوي چې خپل راتلونکى ښه کړي، او له افغانانو غواړي چې خپلې لوڼې د زده کړې په گاڼه سينگار کړي.
"زه دعا کوم چې پښتونخواه او افغانستان ته سوله راشي او په کرارۍ کې پر مختگ وي."
شرون اوسر تر اوسه لسگونه پښتو سندرې ويلي (ځار شه زما خوبونه له تا ځار شه او ستا په محفل کې ډېر اورېدونکي لرلي) او په سويډن، ډنمارک، هالند او انگلستان کې يې کنسرټونه ورکړي.
آغلې اوسر وايي هيلمنه ده چې يوه ورځ افغانستان او پښتونخوا ته ورشي او افغانانو ته سندرې ووايي.