تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشرۍ ماڼۍ د درې نوماند وزیرانو حکم ورکړی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دریو وزارتونو ته نوماند وزیران تعیین کړي چې ولسي جرګې ته به د تایید د رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصاد وزارت لپاره د محمد مصطفی مستور، د عامه فوایدو وزارت لپاره یما یاري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت لپاره یې د شهزاد ګل آریوبي د تعیین حکمونه ورکړي دي.
په جلا حکمونو کې همدغه کسان د اړوندو وزارتونو سرپرست، چارسمبالي وزیران هم ټاکل شوي دي.
د ولسمشر حکم پارلماني چارو کې د دولت وزیر موظف کړی چې د اقتصاد، عامه فوایدو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارتونو لپاره نوي ورپېژندل شوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته د تایید د رایې د ترلاسه کولو لپاره وروپېژني.
پرحکومت یوه کلکه نیوکه دا ده چې یو شمېر مهمې دولتي څوکۍ د حکومت او ولسي جرګې له خوا تایید شوي چارواکي نه لري، یا تشې دي او یا هم د چارسمبالو له خوا اداره کېږي.
سیاسي شنونکي وايي د ملي وحدت د حکومت د جوړښت د هوکړې پر بنسټ د څوکیو وېش د مقرریو د بهیر د ځنډ اصلي لامل دی.
اوس هم یو شمېر وزارتونو کې سرپرست وزیران ناست دي چې د نیوکګرو په وینا چارې یې مسولانه پر مخ نه ځي او پځې دي.