خوست کې د چرګانو کاروبار غوړېدلی

- Author, احمدشاه
- دنده, بي بي سي /خوست
د افغانستان د سویل لوېدیځ خوست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د چرګانو کاروبار وده کړې او دا وخت په دغه ولایت کې د چرګانو ۳۷۰ فارمونه فعال دي چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته پکې د کار موکه برابره شوې.
د دوی په خبره په خوست کې شته فارمونه د میاشتې ۱۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ مشر سمیع الله نصرت بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، په خوست کې د شته فارمونو له ډلې یې یوازې ۲۰ معیاري دي او نور په نامعیاري ډول فعالیت کوي:
"موږ تېر کال د کرنې او مالدارۍ برخه کې ۱۲۰۰ زره ډالره پانګونه کړې چې ۴۵۰ زره یې یوازې د چرګانو د فارمونو په برخه کې وه. "
د نوموړي په خبره، دوی د معیاري او نامعیاري فارمونو له لرونکو سره ګډ کار کوي چې دا کاروبار وغوړیږي.

د چرګانو فارم لرونکي وایي، د دوی د کاروبار پر وړاندې یوازینۍ ستونزه د چرګانو ناروغي ده، چې په لږ وخت کې سلګونه ترې ووژني.
خو د کرنې اداره وایي، دوی د کارډیف موسسې په مالي مرسته د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د چرګانو د درملنې یو کلینیک جوړه کړی، چې د چرګانو د هر ډول ناروغۍ درملنه به پکې کېږي.




