تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان پوځ د ملاتړ لپاره فراه کې بیا بهرني ځواکونه مېشت شول
د لویدیځ ولایت فراه ځایی چارواکي وایي چې د پنجشنبې په سهار یو شمیر بهرنی پوځیان د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ په موخه د دغه ولایت په مرکز کی ځای په ځای شول.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې ناامنه ولایت دی چې په ډيری سیمو کې یې د دولت وسله وال مخالفان نفوذ لري.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري فراه ته د رسېدلو بهرنیو ځواکونو کره شمیره ونه ښوده، خو ویې ویل چې دوی د افغان ځواکونو د هوایي او مځکني ملاتړ لپاره تجهیزات هم ورسره راوړي دي.
"دا بهرني ځواکونه د وسلوالو پرضد چاڼیزو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره برخه اخلي، امنیتي برخو کې به افغان ځواکونو ته سلا مشورې ور کوي. هوايي او ځمکنی ملاتړ به یې هم کوي".
د نوموړي په خبره، فراه ته د دې ځواکونو په تللو سره به افغان ځواکونه ډېر پیا وړي شي او افغان ځواکونه به په ډېرو امنیتي برخو کې پرمختګ وکړي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، فراه کې ځای په ځای شوي بهرني سرتېري د ناټو د پرېکند ماموریت چوکاټ کې هغه روزنډلې دي چې افغان ځواکونه روزي.
د نوموړي په خبره، د دوی په روزنې سره افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې پیاوړي کېږي:
"افغان ځواکونه د نویو وسلواو او تجهزیاتو کارول زدکوي چې د مخالفانو سره په جګړه کې لا ډېر اغېزناک شي".
هغه دا هم وايي، چې بهرني ځواکونه په ځمکنیو عملیاتو کې برخه نه اخلي بلکې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
د کوم هېواد سرتېري؟
که څه هم افغان چارواکي دا نه وايي، چې دا ځواکونه د کوم هېواد دي، مګر خواله رسنیو کې د فراه اوسېدونکو ویلي، چې امريکايي پوځیان دي او شمېر یې هم تر ۱۲۰ پورې رسېږي.
فراه په وروستیو کلونو کې له ورځې بلې ته ناامنه کېږي.
تېر کال وسلوال طالبان د دې ولایت د مرکز تر څنډو ورسېدل، خو هغه مهال هم د بهرنیو ځواکونو په مداخله په شا وتمبول شول.
د فراه ډېری ولسوالۍ ناامنه دي او تېر کال خو د دوو ولسوالیو مرکزونه هم له یوې سیمې بلې ته ولېږدول شول.
فراه کې د بهرنیو ځواکونو ځای په ځای کېدل په داسې مهال دي چې امریکا غواړي افغانستان ته تازه دم سرتېري و استوي.
که څه هم د دې سرتېرو کره شمېر معلوم نه دی، خو رسنۍ اټکل کوي چې دا سرتېري به تر څلور زرو پورې وي.