تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې ۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودونکي توکي کشف او شنډ شوي
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، ۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې کشف او شنډ کړي. دا توکي په یوه لارۍ کې ځای پرځای شوي وو ې د کابل ولایت چاراسیاب ولسوالۍ کې ترلاسه شوي.
د ملي امنیت ادارې له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دا چاودېدونکي توکي یوه لارۍ کې په پلاستیکونو کې ځای پرځای شوي وو.
دغه اداره زیاتوي، طالبانو هوډ درلود چې له دې توکو په ګټې اخیستو کابل ښار کې "لوی ځانمرګی برید" وکړي.
د ملي امنیت له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، دا برید لوګر ولایت کې د طالبانو د چاودنو او ځانمرګو بریدونو د مسؤول نصر الله چې په حذیفه مشهور دی، له خوا چمتو شوی و.
دغې ادارې پر خپلې فیسبوکپاڼې د نیول شوې لارۍ یوه وېډیو هم خپره کړې ده.
دا چاودونکي توکي داسې مهال کشف شوي چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خونړۍ جګړې او بریدونه روان دي.
دوې ورځې وړاندې کابل ښار کې یوه موټربم ځانمرګي برید لږترلږه۳۱ کسان ووژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.